گزارش

د کډوالو چارو وزارت له یوې موسسې سره د همکارۍ هوکړه لیک لاسلیک کړ

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت او مصؤنیت په لور د حرکت (MPO) موسسې ترمنځ د نږدې ۱۶ میلیونو افغانیو په ارزښت د همکارۍ هوکړه لیک لاسلیک شو.

 

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت او مصؤنیت په لور د حرکت (MPO) موسسې ترمنځ د نږدې ۱۶ میلیونو افغانیو په ارزښت د همکارۍ هوکړه لیک لاسلیک شو.

یاد وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د دغه هوکړه لیک له مخې به یاده اداره ۱۵ میلیونه ۶۹۲ زره ۴۰۰ افغانۍ په کندهار او نیمروز ولایتونو کې د ۱۵۰۰ بې کوره ماشومانو له خپلو کورنیو سره د بیا  یوځای کېدو او بېلابېلو څانګو ته د هغوی د راستنېدو په موخه د ښوونې او روزنې، خوړو او روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو په برخه کې ولګوي.

دغه هوکړه لیک د کډوالو او راستنېدونکو چاور وزارت د پالیسۍ او پلان رئیس  او د یاد وزارت د مسلکي معینیت وارثي کوونکي مولوي محمودالحق احدي او د مصؤنیت په لور د حرکت موسسې د استازي له لوري لاسلیک شو.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *