صحت

د زکام د ژر رغیدو په اړوند ځینې سپارښتنې

شاه محمود درویش غوره درملنه واقعاً په ناروغۍ نه اخته کیدل دي، دا په دې معنی چې هر شخص باید ډیر کوښښ هڅه او هاند د روغتیا پالنې په اړوند وکړي، تر څو په ناروغۍ اخته نه شي ځکه چې روغتیا او سلامتیا د ژوند بې سارې شتمني ده، نو پردې بنسټ ټولو هېوادوال ته ښایي چې د خپل ځان او هم د خپلې کورنۍ د غړو د روغتیا او سلامتیا په برخه کې ډیر هڅانده واوسي ځکه د کورنۍ د هر غړي د ناروغۍ په صورت کې سره له دې چې ناروغ شخص له ډیرې ناراحتي او تکلیف سره مخامخ کېږي ددې تر څنگ د کورنۍ ټول غړي او په ځانگړي توگه پلرونه او قدرمنې میندې هم ډیر اندیښمن او پریشانه کېږي، البته ددې له پاره چې اوس مهال د مني

شاه محمود درویش

غوره درملنه واقعاً په ناروغۍ نه اخته کیدل دي، دا په دې معنی چې هر شخص باید ډیر کوښښ هڅه او هاند د روغتیا پالنې په اړوند وکړي، تر څو په ناروغۍ اخته نه شي ځکه چې روغتیا او سلامتیا د ژوند بې سارې شتمني ده، نو پردې بنسټ ټولو هېوادوال ته ښایي چې د خپل ځان او هم د خپلې کورنۍ د غړو د روغتیا او سلامتیا په برخه کې ډیر هڅانده واوسي ځکه د کورنۍ د هر غړي د ناروغۍ په صورت کې سره له دې چې ناروغ شخص له ډیرې ناراحتي او تکلیف سره مخامخ کېږي ددې تر څنگ د کورنۍ ټول غړي او په ځانگړي توگه پلرونه او قدرمنې میندې هم ډیر اندیښمن او پریشانه کېږي، البته ددې له پاره چې اوس مهال د مني موسم دی او هوا هم ورځ تربلې مخ په سړیدو ده، باید په هره کورنۍ کې مشران ډیر کوښښ وکړي چې خپل اولادونو ته تودې جامې واغوندي او هم په کورني ماحول کې د یخني په وړاندې لازم تدابیر ونیسي، بنا کله چې ټول په دې پوهیږي چې د ژمي سوړ موسم ته لنډوخت پاتې دی او ورځ تر بلې هوا مخ په سړیدو ده، نو که غواړئ له زکام څخه په امان کې شئ نو د لاندې ټکو په نظر کې نیولو سره ځینې سپارښتنې د ژوند په بهیر کې رعایت کړئ، له شک پرته چې د روغتیا او سلامتیا په برخه کې ډیر واړه گامونه ډیرې زیاتې گټې لري او له ډیرو مهلکو ناروغیو څخه مو ژغوړي، د ډاکترانو په وینا د ناروغۍ تر ټولو غوره درملنه په ناروغي نه اخته کیدل دي، د طبي کار پوهانو په باور دلته مو له ځینو داسې درملو سره اشنا کوو چې د زکام په ژر رغیدو کې مرسته کوي:

لومړی: ډیر مایعات استعمال کړئ، د اوبو او جوس په استعمال سره د بدن اوبه نه کمیږي او په دې وسیله د انسان ستونی تازه ساتل کېږي، هر انسان باید په ورځ کی له (آته) څخه تر (لس) گیلاسه اوبه وڅښي، د زکام د مخنیوي لپاره انسان کولی شي له اوبو، چای، د میوې له اوبو او سرکې څخه استفاده وکړي، همداشان سوپ هم د زکام خطر تر ډیره حده کموي، کافي او نور کیفین لرونکي مایعات د بدن  اوبه کموي او په زکام د اخته کیدلو خطر زیاتوي.

دویم: گرمه هوا تنفس کړئ د گړمې هوا په تنفس کولو سره د وینې جریان ښه کېږي او روانې پوزې ته ډیره گټوره ده، خپل سر د خوټیدونکو اوبو له پاسه ونیسئ او د پزې په وسیله گرمه هوا تنفس کړئ، هم کولای شئ چې طبي مرطوب کوونکی سپرې واخلئ خو بیا هم گټه به یې د گرمې هوا له تنفس کولو څخه زیاته نه وي.

دریم: په ورځ کې څو ځله خپله پزه خالي کړئ او دغه کار په صحي طریقې سره وکړئ په زکام کې خپله پزه خالي کول ډیره زیاته گټه لري، ځکه که چیرې څوک خپله پزه پاس خواته کش کړي نو په پزې کې موجود میکروب مغزو ته رسیږي، د پزې د خالي کولو په وخت کې باید په پزه ډیر فشار رانه شي، ځکه د ډیر فشار په وسیله د پزې څخه میکروبونه غوږ ته انتقالیږي او د غوږ د درد سبب گرځي.

څلورم: (شات) له شاتوڅخه  باید هر ډول گټه واخیستل شي ، ځکه چې شات د زکام لپاره هم غوره درمل دي، څیړنې ښیي کوم ماشومان چې د ورځې یوه کاشوغه شات خوري،  نود زکام  پروخت کم پرنجی کوي او ښه خوب لري.پنځم: لیمو، په لیموکې د (سي) ویټامینوموجودیت ددې ناروغۍ لپاره درمل بلل کېږي د زکام پروخت د لیموداوبو مصرفول ډیره گټه لري دستونې درد له منځه تللو لپاره لږ اندازه  لیمو په یوگیلاس جوش شویواوبو کې واچوئ اودچای خوري کاشوغې په اندازه شات اویاهم دلږاندازه زنجبیل په اضافه کولوسره  یې  مصرف کړئ . شپږم: مالگینې اوبه ، مالگینې اوبه دستونې درد اوالتهاب  راکموي اودمالگې اوبه کولای شي زمونږ دستونې درد آرامه کړي ، دچای خوري کاشوغې په اندازه مالگه یوگیلاس اوبو کې واچوئ اوغرغره یې کړئ …  قدرمنو میندو او ښاغلو پلرونو په دې هیله چی پورته یاد شوي ټکي او روغتیا پاله سپارښتنې هم  په خپله رعایت کړئ او هم د کورنۍ نور غړي د هغوئ رعایت کولو ته وهڅوئ تر څو په لومړي  قدم کې د لازمو تدابیرو په نیولو په ناروغۍ له اخته کیدو څخه په امان کې پاتې شئ او هم د ناروغۍ د اخته  کیدو په صورت کې د یادو سپارښتونو په رعایت سره ژر تر ژره روغتیا او سلامتیا تر لاسه کړئ او د خپل نیکمرغه ژوند ښکلې شیبې په بې ساري خوښي او خوشحالي پر مخ یوسئ .

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *