په نورستان کې د افغان تور اداره د توریزم په برخه کې پانګونه کوي
د نورستان د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسوولین وایي، چې په دغه ولایت کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت اړوند افغان تور اداره د توریزم په برخه کې پانګونه کوي.
د نورستان د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسوولین وایي، چې په دغه ولایت کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت اړوند افغان تور اداره د توریزم په برخه کې پانګونه کوي.
د نورستان د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي سميع الحق حق بیان د باختر آژانس سیمه ییز خبریال ته وویل، نورستان چې ملي پارک اعلان شوی، هر کال ورته په زرګونو کورني او خارجي سېلانيان د سیاحت لپاره راځي او د دغه ولایت په زړه پورې منظرو او ښکلي طبیعت څخه خوند اخلي.
حق بیان زیاته کړه، چې دلته سېلانیان د مناسبو ځایونو او عصري هوټلونو د نشتون له ستونزو سره مخ دي خو افغان تور ریاست لیوالتیا لري، چې په یاده برخه کې پانګونه وکړي.
د یادونې وړ ده، که په نورستان کې سیلانیانو لپاره آسانتیاوې برابرې شي د سېلانیانو په شمېر کې به زیاتوالی راشي او تر څنګ به یې ګرځندوی صنعت له لارې میلیونونه عواید راټول شي.