اخبار

د بیهقي کتاب خپرولو ریاست:  د راتلونکې روژې مبارکې میاشتې پورې به د لومړي ځل لپاره افغاني چاپ قرآنکریم تیار او ووېشل شي

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د نشراتو د معینیت اړوند د بیهقي کتاب خپرولو ریاست د راتلونکې روژې مبارکې میاشتې پورې د لومړي ځل لپاره په نوي رسم الخط افغاني چاپ قرآنکریم د چاپولو او وېش خبر ورکوي.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د نشراتو د معینیت اړوند د بیهقي کتاب خپرولو ریاست د راتلونکې روژې مبارکې میاشتې پورې د لومړي ځل لپاره په نوي رسم الخط افغاني چاپ قرآنکریم د چاپولو او وېش خبر ورکوي.

د بیهقي کتاب خپرولو رئیس عبدالعلیم ځانواک مفتي زاده له باختر اژانس سره په ځانګړې مرکه کې همدارنګه وویل، چې دمګړۍ د خصوصي ناشرانو او له بهر څخه هېواد د واردېدونکو کتابونو د کتنې او څېړنې په موخه جدي کار روان دی تر څو د  هغه کتابونو د خپرېدو مخنیوی وشي، چې د اسلامي او ملي ارزښتونو خلاف موضوعات پکې ځای پر ځای شوي وي.

نوموړي زیاته کړه، چې په همدې موخه د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له لوري  کمېسیون جوړ شوی او په تېر یوه کال کې سلګونه ټوکه داسې کتابونه راټول کړي، چې د عیسویت او نورو دینونو لپاره پکې تبلیغ شوی و او همدارنګه د افغانانو تر منځ د نفاق خپرولو موضوعات پکې ځای پر ځای شوي وو.

مفتي زاده همدارنګه وویل، چې د وزارت له لارې يې ټولو ولایتونو ته مکتوبونه لېږلي، تر څو غوره ليکوال او غوره کتاب دوی ته ور وپېژني، د دغو کتابونو د چاپوولو لګښت به د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له لوري ورکول کېږي.

سرچینې زیاته کړه، چې دمګړۍ د پلازمېنې کابل ښار په بېلا بېلو برخو کې د دوی شاوخوا ۴۰ د کتاب خپرولو غرفې فعالې دي او هره ورځ لسګونه کسان ورڅخه لیدنه کوي.

عبدالعلیم ځانواک همدارنګه وویل، چې په یو شمېر ولایتونو کې د کتابتونو د چاپولو چارې هم روانې دي او د راتلونکې روژې مبارکې میاشتې پورې به افغاني چاپ قرانکریم هم د همدې ادرسونو له لارې ووېشل شي.

د بیهقي کتاب خپرولو ریاست مشر همدارنګه وویل، چې په تېر یوه کال کې يې په هېواد کې د مطالعې فرهنګ د ودې په موخه د پلازمېنې په ګډون په یو شمېر ولایتونو کې د کتابونو نندارتونونه هم جوړ کړي، چې په وینا يې د هېوادوالو له تود هرکلي سره مخ شوي دي.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *