جهان

روسيې بیلاروس ته اتومي وسلې لېږلې

ولادیمیر پوتین وايي، روسیې وار له مخه په بېلاروس کې د تکتیکي اتومي وسلو لومړنۍ جوپه ځای پر ځای کړې ده. د روسیې ولسمشر یوې غونډې ته ووېیل، دا وسلې به یوازې په هغه صورت کې کارول کېږي، چې د روسیې خاورې یا دولت ته ګواښ پېښ شي. د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن ووېیل: ‹›داسې هېڅ نښې، نشته، چې روسیه د برید لپاره اتومي وسلې چمتو کوي.

ولادیمیر پوتین وايي، روسیې وار له مخه په بېلاروس کې د تکتیکي اتومي وسلو لومړنۍ جوپه ځای پر ځای کړې ده. د روسیې ولسمشر یوې غونډې ته ووېیل، دا وسلې به یوازې په هغه صورت کې کارول کېږي، چې د روسیې خاورې یا دولت ته ګواښ پېښ شي. د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن ووېیل: ‹›داسې هېڅ نښې، نشته، چې روسیه د برید لپاره اتومي وسلې چمتو کوي. ‹› د یادونې ده چې بېلاروس د ښاغلي پوتین نژدې اتحاد هېواد دی او روسیې تېر کال له همدې ځایه پر اوکرایین د پوځي یرغل لپاره کار اخیستی. بل لور ولسمشر پوتین وايي، د اتومي سرګلولو لېږد چاره به د دوبي تر پایه بشپړه شي. د سنټ پېټرزبرګ اقتصادي فورم په ترڅ کې پوتین د یوې پوښتنې په ځواب کې د دې چارې هدف دفاعي اقدام  او د هغو کسانو یاداشت تازه کول دي، چې پر موږ د ستراتيژیکې ماتې تپلو خوبونه ویني.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *