افغانستان

د مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ د حج ملي کمېټې غونډه جوړه شوه

‏د ریاست الوزراء اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ د ۱۴۴۴ ه ق کال د حج او عمرې ملي کمېټې غونډه جوړه شوه.

‏د ریاست الوزراء اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ د ۱۴۴۴ ه ق کال د حج او عمرې ملي کمېټې غونډه جوړه شوه.
په دې غونډه کې د توظیف شویو کمېټو له لوري د مخکېنیو ناستو پر دوام د بانکونو په واسطه د حاجیانو د پیسو د راټولو او لېږد او د هوایي شرکتونو له لوري د ۱۴۴۴ ه ق کال حاجیانو د پروازونو د ترتیب، دوی ته د پاسپورټونو او اړتیا وړ واکسینونو برابرولو، تطبیق او د کډوالو افغانانو د سهمیې په اړه راپور وړاندې شو، چې په اړه یې د حج او عمرې ملي کمېټې له لوري لازم تصمیمونه ونیول
شول.
همداراز د حج پروسې د چارو د لاښه انسجام او غوره همغږۍ په موخه له اړوندو ادارو څخه د یوې کميټې او د حاجیانو لپاره د مرکز او زونونو په هوایي ډګرونو د لازمو اسانتیاو د رامنځته کولو په موخه توظیف او دنده وروسپارل شوه ترڅو د حج پروسې تر پای ته رسېدو پورې وخت په وخت د خپلو اجرااتو راپور د حج او عمرې ملي کميټې ته وړاندې کړي.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *