سیاسی

اسلامی امارت قرار، قرار د ګوښتوب او انزوا څخه راوځي

ناصرشاه سرحدي

 

د افغانستان اود نړۍ خلک ددي شاهدان او ګوري چې د افغانستان اسلامي امارت چي په ۱۴۰۲ هه ش کال د اسد په ۲۵مه د دوحی د کنفرانس چې د۲۰۲۱ م کال دفثبرورۍ پر ۲۹مه  د امریکي او دهغوي د متحدینو د اشغال په وړاندي واک ته ورسید هیلي او غوښتني داسي وي چي د امنیت اوثبات ترڅنګه به په هیواد کې هر څه سم شي خو داسي هم ونه شول دافغانستان دا خلي اوبهرنیو دښمنانو په ټول توان او طاقت په ډول، ډول دسیسو او توطیو لاس پوري کړ دافغانستان هغه په میلیاردونو ډالر چې دافغانستان دملي اقتصاد پشتوانه وه هغه ېې بنده او کنګل کړه بانکې سیستم ېې فلج کړاو دافغانستان د رسمیت پیژندني پروسه ېې ټګنۍ او د خنډونو او موانعوسره مخامخ کړه په هیواد کې ېې د کار او روزګار سرچیني او منابع له ستونزو سره مخامخ شوي او په نتیجه  کې په ټول هیواد کي لوږه او فقر لار هواره شوه  خو د خداي ج په نصرت او مرستی سره اسلامي امارت وکولائ شول په  خپلو داخلي تولیداتو او محصولاتو تکېاوکړي.

دافغانستان مسلمان اوبادیانه خلک ښه پوهیږې چي ددي ټولو دسیسو او توطیو تر شا دافغانستان دخلکو پټ اوښکاره ښمنان لاسونه  لري خو دوي دي په دي پوه شي چې دی ناوړه انسان ضد او بشرۍضد  اعمالو ته لمن وهل د افغانانو اراده نه شي ماتولي.

اصلا دوي نه غواړي چي دا هیواد پرمختګ او انکشاف وکړي اوپه سیاسي ، پوځې او اقتصادي لحاظ په خپل ځان بسیا او متکې شي بلکي غواړي دا هیواد په نړیواله سطحه ګوښی او منزوي پاتي شي.

دافغانستان داسلامي امارت چارواکې په پوره حوصلمندۍ  او بصیرت سره لګیادي په هیواد کې د سراسري سولي او امنیت ترڅنګ د هیواد د ابادۍ او پرمختګ پلانونه د نورو د مرستي پرته پر مخ یوسي  چې ښه مثال ېې د قوش تیپي د کانال د لوي اقتصادي پروژو او نورو زیربناېې پروژو  جوړول دي چې دهیواد دښي راتلونکې زیري ورکوي.

د نړۍ هیوادونه اوس په دي ښه پوهیږې چې دافغانستان داسلامي هیواد سره سیاسي، امنیتي او اقتصادي اړیکې او تعاملات د وخت اساسي غوښتنه چې باید تر سره شي همدا عوامل وو چي دچین ولسي جمهوریت او دروسېې هیوادو مشرانو خپل سفیران اودیبلوماتان کابل ته راولیږلچې اوس دافغانستان اسلامي امارت په قرار، قرا د ګوښتوب او انزوا څخه راوژي.

دلته زمونږ اساسي خبره او بحث هم په همدي دي چي افغانستان به په نژدي وختونو کي په نړیوال سیج کې قرار ، قرار یو ځل بیا وځلیږې

د افغانستان داسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت واېې چې مولوي بدرالدین حقاني په  متحده عرب اماراتو کې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت له خوا د افغانستان د نوي  سفیر په حیث پیژندل شوي اوپه خپلي دندی او وظیفه ېې پیل کړي.

ښکاره ده چې نوي سفیر به د دواړو هیوادونوترمنځ دسیاسي ، اقتصادي او نورو هر اړخیزو اړیکو په پیاوړتیا او پراختیا کې  ښه او اغیزمن رول ولوبوي او د نړۍ هیوادونه به تشویق او ، وهڅوي چې خپل سفیران او دیپلوماتان کابل ته را ولیږې .

د افغانستان اسلامي امارت په تیره بیا دبهرنیو چارو وزارت ته پکار دي چې ځیرک ، مسلکي او کارپوه دیپلوماتان چې لږ ترلږه په څو نړیوالو ژبو وپوهیږي د سفیرانواو دیپلوماتانوپه حیث د نړۍ هیوادونو ته ور وپیزني چې نه یوازي په بهر د خپلو ملي منافعو او ګټو او څخه دفاع وکړي بلکي افغانستان د نړۍ هیوادنو ته د یو سولیز او امن غوښتونکې هیواد په حیث ور وپیژني

د ملي راډیوتلویزیون څخه :

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *