اجتماعی

د هر ډول نیشه یي توکو استعمال روغتیا اوسلامتیا ته زیان رسوي

شاه محمود درویش د هر ډول نیشه یي توکو استعمال روغتیاته زیان رسوي، ځکه نیشه یي توکي په حقیقت کې هغه ناوړه پدیده ده، چې په تدریج سره د هر انسان او بیا په ځانگړي توگه د ځوان نسل ټولنیز شخصیت، روغتیا او سلامتیا زیانمنوي، خوږ ژوند یې له اوږد مهاله رنځ، ناهیلۍ او مرگوني گواښ سره مخامخوي او په دې لړکې انساني ټولنه هم له ګڼ شمیر ستونزو او ناخوالو سره مخ کېږي، نو ځکه په ټوله کې له مخدره توکي او نیشه یي موادو څخه استفاده د اسلام مبین دين او شریعت له نظره حرام او ناروا عمل بلل شوی، ځکه چې الله تعالی اسلامي شریعت د پنځو اساسي مقصدونو د حفاظت او ساتلو لپاره رالیږلی دی، دا پنځه مقصدونه په اصل کې د اسلامي شریعت د اصولو حیثیت لري، چې د دین له ساتنې او حفاظت، د ځان له ساتنې، دعقل له ساتنې، دنسل او مال له ساتنې او حفاظت څخه عبارت دي، چې په دې اړوند قدرمن څیړونکي او د نظر خاوندان هم بیا په دې اند دي:

شاه محمود درویش

د هر ډول نیشه یي توکو استعمال روغتیاته زیان رسوي، ځکه نیشه یي توکي په حقیقت کې هغه ناوړه پدیده ده، چې په تدریج سره د هر انسان او بیا په ځانگړي توگه د ځوان نسل ټولنیز شخصیت، روغتیا او سلامتیا زیانمنوي، خوږ ژوند یې له اوږد مهاله رنځ، ناهیلۍ او مرگوني گواښ سره مخامخوي او په دې لړکې انساني ټولنه هم له ګڼ شمیر ستونزو او ناخوالو سره مخ کېږي، نو ځکه په ټوله کې له مخدره توکي او نیشه یي موادو څخه استفاده د اسلام مبین دين او شریعت له نظره حرام او ناروا عمل بلل شوی، ځکه چې الله تعالی اسلامي شریعت د پنځو اساسي مقصدونو د حفاظت او ساتلو لپاره رالیږلی دی، دا پنځه مقصدونه په اصل کې د اسلامي شریعت د اصولو حیثیت لري، چې د دین له ساتنې او حفاظت، د ځان له ساتنې، دعقل له ساتنې، دنسل او مال له ساتنې او حفاظت څخه عبارت دي، چې په دې اړوند قدرمن څیړونکي او د نظر خاوندان هم بیا په دې اند دي: « داچې الله تعالی انسان پیدا کړی د یو لوې مقصد لپاره یې مکلف کړی دی، ددې مسوولیتونو د ښه ترسره کولو لپاره د عقل شتون لازمي دی، ځکه عقل د انسان د مکلفیت لپاره شرط دی، د عقل د ساتنې او حفاظت په موخه د هر ډول نیشه یي توکو له استعمال، کرکیلې، اخیستل، خرڅول او قاچاق څخه باید ډډه وشي.

په نیشه یي توکو روږدي کیدل چې په هر ډول وي، که د خوراک له لارې وي او یاهم د پیچکارۍ له لارې، دیني، جسمي، رواني، اخلاقي، مالي او ټولنیز زیانونه لري، په دېکې هیڅ شک نشته چې د نیشه یي توکو استعمال چې په هر ډول وي، حرام دی، له همدې وجې د اسلام مبارک دین مخدره توکي حرام ګرځولي، له دغو توکو یواځې د انسان عقل نه زیانمنیږي، بلکې د مخدره توکو په استعال سره د انسان مال، ځان، کورنۍ او ټولنه هم زیان او تاوان ویني او بالاخره هرڅه ورسره له منځه ځي.

همدا لوې نعمت چې خدای تعالی په انسانانو لورولی او ددې په وسیله انسان د خیر او هدایت لارې پیژندلي دي او د خپل پروردګار عبادت کوي همدا عقل دی، خو د مخدره توکو په کارولوسره انسان دغه ستر الهي نعمت له لاسه ورکوي، افسوس دداسې خلکو په حال چې خپل عقل یې په داسې لنډ مهاله خیالي خوښیو تباه کړی دی.

د مخدره توکو استعمال سربیره پردې چې ډیره لویه ګناه ده، د ډیرو لویو هراړخیزو زیانونو لامل هم کېږي، چې په لنډه توګه په لاندې ډول ترینه یادونه کولی شو.

په نیشه یې توکو د روږدوکسانو شخصي زیانونه: نیشه یي توکې د انسان په بدن او عقل دواړو باندې ډیرې منفي اغیزې کوي؛ ځکه نیشه یي او مخدره توکي د انسان عقل، اعصاب، فکر او دبدن مختلف سیسټمونه تخریبوي، په دې سره د انسان اعتبار او انساني کرامت ته زیان رسیږي او شخصیت یې له منځه ځي، د هرچا د ملنډو او مسخرو وړ ګرځي او په پایله کې یې د ډول ډول مرضونو ښکار کېږي.

د نیشه یي توکو اقتصادي زیانونه: د هرې ټولنې ځواک او وړتیا د هغې ټولنې اقتصادي حالت ته په کتو اندازه کېږي، نیشه یي توکي د یوې ټولنې اقتصاد په وروسته پاتې کیدو کې ډیر لوی لاس لري؛ ځکه چې د ټولنې هر وګړی د ټولنې په سمسورتیا او پرمختګ کې رغنده رول لري، ښکاره خبره ده چې کله په یوه ټولنه کې د نیشه یي توکو استعمال عام شي، خامخا یې ناوړې اغیزې په عام ډول د ټولنې په اقتصادي حالت لویږي، هرکله چې د یو شخص بدن سالم، عقلي او فکري ځواک یې سم وي، کولی شي د ټولنې اقتصادی وضعیت په ښه کولو کې خپله دنده ترسره کړي، برعکس که کوم شخص په نیشه یي توکو روږدی وي، نه دا چې د هېواد اقتصادي حالت په ښه کولو کې ونډه نشي اخیستی، بلکې د ټولنې د اوږو بارګڼل کېږي او ګڼې ستونزې هم ورته را ولاړولی شي.

د نیشه یي توکو ټولنیز زیانونه: د مخدره توکو ټولنیز زیانونه له ډیرو لویو او ښکاره ګواښونو څخه شمیرل کېږي، ځکه دغه ګواښونه شخص، کورنۍ او په پای کې ټوله ټولنه ورسره مخ کېږي.

د شخص رنځوریدل او په ګواښوونکی ډول له پښو لوېدل یې بې له شکه په ټولنه باندې اغیزې لري، ځکه شخص له ټولنې څخه جلا نه دی، بلکې د ټولنې یو جز دی، چې هم له ټولنې څخه اغیزمن کېږي او هم ټولنه ترخپل اغیز لاندې راوستلی شي، نو هرکله چې په ټولنه کې د روږدوکسانو شمیر ډیر وي، طبیعي خبره ده چې په دې سره د رنځوروکسانو شمیر هم زیاتېږي او د ناروغوکسانو په زیاتیدو ټولنه کې اقتصادي او کاري خوځښت له ګواښ سره مخ کوي، چې په دې سره ټولنه نشي کولی خپل ضرورتونه پوره کړي.

هغه ټولنه چې په هغې کې د مخدره توکو کارول مخ په زیاتیدو وي، څنګه کیدای شي چې داسې ټولنه یوه قوي او په خپلو پښو ولاړه ټولنه وي.

د روږدوکسانو لپاره هر ډول جرم او جنایت ترسره کول ډیر آسانه وي او خپلو ناوړو موخوته د رسیدو لپاره هر ناوړه عمل ترسره کوي، بلکې هرڅه د خپلو غوښتنو د پوره کولو لپاره قربانوي، چې ورسره په ټولنه کې ویره او نا امني را منځته کېږي او خلک خپل ژوند په ویره کې تیروي.

د مخدره توکو استعمال   د یوې کورنۍ د ژوندانه په وضعیت، آرامتیا او سکون او همداراز زده کړې؛ روزنې او اخلاقو پر جریان بدې اغیزې کوي.

روږدې کسان د نیشه یي توکو د لاسته راوړلو لپاره د هر ډول کار ترسره کولو لپاره، آن که د خپلې کورنۍ د عزت په بیه هم وي، اماده وي.»

هیره دې نه وي چې د افغانستان اسلامي امارت مشرتابه په ټولیزه توګه په هیواد کې د نیشه یې توکو کښت، قاچاق، پروسس او ترافیک بند کړی دی او پروړاندې یې رښتینه مبارزه عملآ جریان لري او امنیتي ځواکونو هم د مختلفو عملیاتو په ترڅ کې د نیشه یي توکو ګڼ شمیر کاروباریان او قاچاقبران نیولي، او د سزا په موخه یې د قانونو منګولو ته سپارلي دي.

سربیره پردې د اسلامي امارت د اړوندو ارګانونو له  لورې د هېواد په کچه په مخدره توکو ګڼ شمیر روږدي کسان هم راټول او د درمنلې په موخه د درمنلې مرکزونو ته انتقال شوي او په دغو مرکزونو کې دوی ته د تداوي په شمول اسلامي، عصري او عقیدوي درسونه هم ورکول کېږي، چې د اسلامي امارت یاد اقدام واقعآ د قدر وړ دی.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *