اروپايي ټولنې له اړمنو افغانانو سره د مرستې ژمنه وکړه
اروپايي ټولنې په افغانستان کې له اړمنو سره د مرستو په موخه د ۱۲ مېلیونه یورو د ورکړې ژمنه وکړه.
اروپايي ټولنې په افغانستان کې له اړمنو سره د مرستو په موخه د ۱۲ مېلیونه یورو د ورکړې ژمنه وکړه.
دې ټولنې په یوې خبرپاڼه کې ویلي، افغان ولس د نړۍ په کچه له تر ټولو لوی بشري بحران سره مخ دی او له دوی یې د ملاتړ په موخه دغه پیسې ځانګړې کړي دي.
د اقتصادي چارو شنونکی عبدالبصیر ترهکی وايي: «په اوسني وخت کې د اروپايي ټولنې ۱۲ مېلیونه یورو چې د افغانستان اړمنو مېرمنو ته ځانګړې شوي، یوه ښه لاسته راوړنه ده او اوس ورته موږ ډېره اړتیا لرو، څو لسیزې کېږي چې له افغانستان سره په بېلابېلو نومونو مرستې کېږي، خو د زېربناوو په برخه کې کارونه نهدي شوي.»
سبزه ګل او نسیمه چې د خپلو کورنیو سرپرستي پر غاړه لري، هره ورځ په پټیو کې د دوه سوه افغانیو په بدل کې کار کوي. دوی له مرستندویه بنسټونو غواړي چې لاسنیوی یې وکړي.
بېوزله سبزه ګل وايي: «په کور کې شپږ نجونې او یو هلک لرو چې اعصاب یې خراب دي، کار کوي، خو سم نه، کار کې یې پښه درد کوي، اوبه او برښنا هم نه لرو، ډېرې ستونزې دي.»
بېوزله نسیمه وايي: «له موږ سره دې مرسته وشي، پهدې ځمکو کې کار کول موږ ته واره نهکوي او نه زموږ ستونزه حلولای شي.»
اقتصاد وزارت بیا په هېواد کې د بې وزلۍ د کچې راټیټولو لپاره د نړۍوالې ټولنې د مرستو دوام مهم ګڼي.
د اقتصاد وزارت مسلکي مرستیال عبداللطیف نظري وايي: «موږ د اروپايي ټولنې د نویو مرستو هرکلی کوو او له ټولو نړیوالو بنسټونو په ځانګړې توګه د اسلامي هېوادونو له بنسټونو غواړو چې له افغانانو سره خپلې مرستې بندې نهکړي او له افغانستان سره بشري او پرمختیايي مرستو ته په خپله اجنډا کې ځای کړي.»
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ کوونکې ادارې یا اوچا له لوري د ورکړل شویو وروستیو مالوماتو له مخې، په افغانستان کې نږدې ۲۹ میلیونه کسان بشري مرستو ته اړتیا لري او دغه اداره، په افغانستان کې ۲۰ مېلیونو کسانو ته د مرستو برابرولو په موخه ۲٫۲ مېلیارډ ډالرو ته اړتیا لري.