گزارش

د کابل – جلال اباد په لویه لار کې له  غرونو اوس هم ډبرې ښوېیږي

کابل اوجلال ابادلوي لاره چې د ټرانزیټ او مسافرو لپاره  خورا مهمه لار بلل کېږي چې هر ورځ‌ پرې زرګونه مسافر او موټرې  تګ راتګ کوي،چې وخت ناوخته دغردښویدوله امله لار دترافیکو پرمخ بندېږي اومسافرله  ستونزو سره مخ کوي .

کابل اوجلال ابادلوي لاره چې د ټرانزیټ او مسافرو لپاره  خورا مهمه لار بلل کېږي چې هر ورځ‌ پرې زرګونه مسافر او موټرې  تګ راتګ کوي،چې وخت ناوخته دغردښویدوله امله لار دترافیکو پرمخ بندېږي اومسافرله  ستونزو سره مخ کوي .

دټولکټوچارو وزارت ویاند محمد اشرف حق شناس انیس ورځپاڼې خبریال ته په ځانګړې مرکه کې وویل، نوموړي لاره د تېرې  یکشنبي په ورځ په ماهیپر کې د غره د ښوېدو له امله تړل شوي وه،چې د فرعي سړک د جوړولو کار د ټولګټو وزارت له لوري د ملي دفاع وزارت د ماشینري په مرسته جوړ او بشپړشو.نوموړي لاره دامهال دکوچنیوموټروپرمخ خلاصه ده.

نوموړي زیاته کړه: دا لاره چې دکابل د دروازې څخه په دري کیلو متري کې مسافرو پرمخ بنده شوي وه ، دغر څخه دډبرو ښویدوله امله سړک اواستنادي دیوالونه هم تخریب کړي دي.

نوموړي دټولو لویوموټرو چلونکو ته سپارښتنه وکړه ، تر هغو چې لار پرانیستل کېږي، د کاپیسا د تګاب او لته بند لار وکاروي،اوپه همدي ترتیب دټولکټو چارو وزارت کوښښ کوي هر څومره چې ژر کیږي دکابل جلال اباد لويه لاره لوي موټرو پرمخ  هم پرانېزي.

ټولګټو چارو وزارت ویاند وایي ، دوهم لین سړک چې دکابل ولایت دبکرامۍ ولسوالۍ څخه شروع کېږي ،دټولګټوچارو وزارت مشرتابه دپرله پسې هڅو په نتیجه کې دچینایي اوداخلي شرکتونو سره مسلسلي ناستې درلودلې، چې نوموړي سړک جوړولو لپاره هڅې او کوښښونه روان دي.

همداشان دکابل – جلال اباد دلوي لارې په اوږدوکې چې کوم ځایونه دسیلابونو له امله  استنادي دیوالونه اوپلچکونه تخریب شوي، کار پرې روان دي اوسمهال دلغمان ولایت کې دټولکټوچارو وزارت لخوا  عملاْ کار جریان لري.

دټولکټوچارو وزارت سږ کال پلان لري چې دکابل – جلال اباداودهېواد لوي سړکونه په ترافیکي نښونښانو او لوحو سمبال کړي ترڅوترافیکي پېښومخه ونیول شي .

حق شناس زیاته کړه: دټولکټوچارو وزارت سږکال په ټول هېواد کې ۹۰ دسړکونواولویولارو دساتنې اوڅارنې پروژي په نظر کې نیولي دي چې ۲ میلیارده او۱۷۱ مېلیونه افغانۍ لګښت به پرې راشي،په نوموړو پروژوکې دکونړونو،ننګرهاراونورستان ولایتونو لوي لارې شاملي دي، چې اوسمهال هم په ځینو ولایتونوکې عملي چارې پرمخ روانې او په نورو ولایتونو کې به ډېر زر شروع شي .

د کابل او جلال اباد ترمنځ دویمه لاره چې د ننګرهار له سره رود او حصارک له ولسوالیو تېرېږي، یوه مهمه لاره ده .

ډېری اوسیدنکي داسلامي امارت اودټولګټو چارو وزارت  څخه دا غوښتنه  کوي چې نوموړي لاره هر څومره چې ژر کېږي عملي کار پرې شروع کړي.

سمیع الله مومند – اطلاعات

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *