سیاسی

د فلسطیني ماشومانو دنجات هیلې نورې د اسلامي نړۍ له مشرانو شکېدلې

عجبه خبره ده چې د اسلامي نړۍ مشران د صهیو نیستي رژیم د مظالمو په اړه خپل غږ نه پورته کوي اوغوږونه کاڼه اچولي ، ترکومه به ګوره یهودان د فلسطین پرمسلمانانوبمباردونه کوي اودغزې تراړې له آپارتمانونو به سپېرې دوړې پورته کوي، ددغه مشرانو رسالت د اسلام اومسلمانانو پروړاندې څه شو؟ چې د فلسطیني بېګناه  ښځو اوماشومانو پروړاندې بې توپېره دي ، کېدای دغه مشران د امریکا له بېرې د پردې ترشاه د اسرائیلو پلویان وي(!) ځکه کله چې په غزه کې اسرائیلي الوتکې په زرګونوفلسطیني وګړي شهیدانوي دوی د اعتراض غږ نشي پورته کولای او اقلاً د جګړې نرمښت کومه چیغه یې هم ترخوله نه وځي نو ددوی په چوپوالي او ړندوالي وروستی استنباط دادئ چې حتمي کومه خبره شته . د کفري او اسلامي هېوادونو ملتونو دفلسطینیانوپه پلوۍ

حیا ت الله حلیم

عجبه خبره ده چې د اسلامي نړۍ مشران د صهیو نیستي رژیم د مظالمو په اړه خپل غږ نه پورته کوي اوغوږونه کاڼه اچولي ، ترکومه به ګوره یهودان د فلسطین پرمسلمانانوبمباردونه کوي اودغزې تراړې له آپارتمانونو به سپېرې دوړې پورته کوي، ددغه مشرانو رسالت د اسلام اومسلمانانو پروړاندې څه شو؟ چې د فلسطیني بېګناه  ښځو اوماشومانو پروړاندې بې توپېره دي ، کېدای دغه مشران د امریکا له بېرې د پردې ترشاه د اسرائیلو پلویان وي(!) ځکه کله چې په غزه کې اسرائیلي الوتکې په زرګونوفلسطیني وګړي شهیدانوي دوی د اعتراض غږ نشي پورته کولای او اقلاً د جګړې نرمښت کومه چیغه یې هم ترخوله نه وځي نو ددوی په چوپوالي او ړندوالي وروستی استنباط دادئ چې حتمي کومه خبره شته .

د کفري او اسلامي هېوادونو ملتونو دفلسطینیانوپه پلوۍ لاریونونه وکړل ، د صهیونیستانوجنایات یې وغندل اوپه نړیواله کچه یې له فلسطینیانو سره خپله خواخوږي اوهمدردي څرګنده کړه ، دغه لاریونونه د امریکا د متحده ایالاتو، انګلستان، یوشمېراروپایې هېوادونو، افغانستان ، اېران ، هندوستان اوعربي نړۍ په ټولو هېوادونوکې دعام ولسونولخوا ترسره اوټولود فلسطینیانوپه حمایت اوملاتړخپل غږونه پورته کړل اود اسرائیلي صهیونیستانو پرجنایاتویې سخت اعتراضونه وکړل آن تردې چې په لندن د بي بي سي رادیو دیوالونه د لاریون والو لخوا په سره رنګ ورنګول شول ، انګریزي چارواکولاریون وال له ترهګرۍ سره مله وبلل خو لاریون والو پرې کوم باک را نه ووړ ، دا ټول هغه رویدادونه ول چې له نړیوالورسنیو په ځلونوخپاره شول .

نړۍ اوس د یوه وړوکي کلي په شان شریکه ده که موضوع ته په یوه ټکي کې له افغانستان سره ارتباط ورکړل شي نود مغرضوهېوادونواو سازمانونوهغه دوه مخيتوب به هم روښانه شي چې د بشري حقوقو مدعیان دي ځکه په افغانستان کې د نجونود ښوونځیود تړلوپه پلمه د بشري حقونوددرواغجنومدعیانو رمباړې ترآسمانه پورته شوې ؟ خود صهیو نیستانو پر مظالموچې هره ورځ په زرګونو فلسطیني وګړي  د صهیونیستي رژیم د جنایت کارانود بمباریو له امله خپل ژوند له لاسه ورکوي چوپه خوله او د صهیونیستانوپه دې بې رحمۍ هم چوپه خوله دي چې هره ورځ په سلګونو ښځې ، نجونې اوماشومان د بمبارد شویو ودانیوتر دیوالونولاندې سلګۍ وهي اوڅوک نشته چې دوی را وباسي ایا دادي د بشر حقوق چې د امریکا اود هغه د پلویانو لخوا ورکول کېږي ؟ په افغانستان کې راشۍ وګوری ددغه بنسټونو دوه مخي چې د ښځو د حقوقو په اړه د شکڼه د غشي په شان کلک د تبلیغاتوپه ډګر ولاړدي .

نړیوالو ته دا زموږ لومړی او وروستۍ پیغام دی چې را پورته شۍ ټول په یوه خوله دآمریکا اواسرا ېیلود مظالمو په اړه خپل غږپورته کړئ ، او امریکا  د صهیونیستي رژیم د ټولوجنایاتومسؤله وبولي ځکه کله چې د فلسطین او اسرائیلوجګړه پیل شوه امریکا د اسرائیلو په ننګه اوملاتړدسترګو په رپ کې دری سمندري الوتکې وړونکې بېړۍ د فلسطینیانود تحدید لپاره د مدیترانې په ختیځوسواحلو کې ځای پرځای کړې او سمد لاسه د امریکا جمهوررییس یې د اوښکو پاکولو لپاره منځني ختیځ ته را ورسېد چې له اسرا ئیلي مشرانو پرته د کوم بل ملک مشر ورسره ونه لیدل.

که تاریخ ته مراجعه وکړو د اسرا ئیلود اوسېدلو اوسنۍ  جغرا فیا د هغوی خپله خاوره نه ، بلکې دا د فلسطینیانو اجدادي خاوره وه چې متأسفانه د یوه نړیوال شیطاني توافق په ترڅ کې پرته له دې چې اوسنۍ حال یې متصور وي ترې غصب او رندو اسرائیلیانوته د نړیوال استکبار[انګلیس ـ امریکا ] په ملاتړ اوملګرتیا ورکړل شوه چې موضوع یې ترننني شبخون پورې را ورسوله ، اسرائیلیان او خاصتاً صهیونیستی رژیم یوازې د بني آدم په څېرخلق شوي نورخواص اومزاج یې له انسانیت سره په بشپړ تضاد کې دی ، هغوی هېڅکله رحم اوعاطفه نلري ، حق نه پېژني اونړیوالواصولوته تابع نه دي که چېرې دوی د نړیوالو او د ملګرو ملتونو منشورته تابع وای د فلسطین موضوع به کلونه ترمخ حل شوې وای خو اوس چې ګورو ښایې دا موضوع د اسلامي او کفري نړۍ ترمنځ د یوه خونړي او په وینورنګ زخم په توګه کلونه کلونه نورهم دوام وکړي ځکه له صلیبي جګړو را وروسته یهودو او نصارا د اسلامي نړۍ لپاره دا دیوه ناسور داسې ټپ په توګه اړولی چې هره ورځ د مسلمانانو په زړونوکې چړې وهي د نړۍ د ټولوادیانوترمنځ یهود له مسلمانانوسره زیات تعصب لري چې دا تعصب یې د نړیوال استکبار(امریکا) په مرسته له مسلمانانوسره په داسې تبعیض اوښتی چې زیاته ګټه یې امریکایانو ته رسېږي .

لنډه داچې د ملګروملتونوپه تشکیل اولودیځو هېوادونوکې چې کومې ادارې د بشرحقونوترنامه فعالیت لري یا د ماشومانو او ښځو د حقوقو په نامه جوړې شوې ټولې درواغجنې او ذهنیتونوته د فریب په  خاطرپه لوړمنافقت برعکس فعالیت لري ځکه نن اسرئیلي یهودانوددوی ترسترګو لاندې د فلسطین په لسګونو زره بې دفاع  اوبیګنا ښځې او ماشومان دخپلو جنګي الوتکوتربمبونو اوله مځکې نه مځکې ته د توغندیو تربریدونو لاندې راوستي اوبې زړه سوي یې شهیدانوي ، خو دوی په چوپه خوله ورته ګوري ، له ریچارد بینټ ولې چا پوښتنه ونکړه چې دا ټولې ولې ؟ ستا ماموریت د بشردحقوقوپه اړوند څه دی ؟ چې د سرپه سترګو ورته ګوري اوپه فلسطین کې یزیدي کربلا روانه ده .

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *