افغانستان

روغتیا پالان: په خوارځواکۍ اخته ماشومانو کې د پولیو ناروغۍ احتمال لوړ دی

روغتیا پالان وایي چې په خوارځواکۍ اخته ماشومانو کې د پولیو ناروغۍ احتمال لوړ دی، او په هېڅ صورت باید دغه ماشومان له واکسین څخه پاتې نشي.

روغتیا پالان وایي چې په خوارځواکۍ اخته ماشومانو کې د پولیو ناروغۍ احتمال لوړ دی، او په هېڅ صورت باید دغه ماشومان له واکسین څخه پاتې نشي.

د روغتیا پالانو په وینا، افغانستان کې د پراخ اقتصادي ناورین له کبله، میلیونونه ماشومان په خوارځواکۍ اخته شوي، چې د نورو ماشومانو په پرتله د بدن د مقاومت د ټیټوالي له امله د پولیو په ګډون د بېلابېلو ناروغیو له ګواښ سره مخ دي او کورنی باید هرومرو هغوی واکسین کړي.

ډاکټر ګلاخان ایوب،ویلي: ”خوارځواکي په خپل ذات کې کولای شي ماشومان د پولیو په ګډون په بیلابیلو ناروغیو اخته کړي.“

نوموړی په کورنیو غږ کوي چې په خوارځواکۍ اخته ماشومانو ته دې په ټاکلي وخت د نورو واکسینونو تر څنګ، د پولیو ضد واکسین تطبیق کړي، تر څو له تل پاتې معلولیت څخه خوندي پاتې شي.

ښاغلي ایوب زیاته کړه: ”د پولیو ناروغي درملنه نلري او د خلاصون تر ټولو غوره او آسانه لار یې له پنځو کالو څخه کم عمره ماشومانو ته د دوه څاڅکو واکسین تطبیق دی.“

بل لوري ته د عامې روغتیا وزارت مسؤولین وایي چې په ټول هېواد کې ۱.۱ میلیونه ماشومان په شدیدې خوارځواکۍ او ۲.۲ میلیونه ماشومان په منځنۍ خوارځواکۍ اخته دي.

د عامې روغتیا وزارت ویاند، ډاکټر شرافت زمان امرخېل، د ماشومانو د خوارځواکۍ د مخنیوي په اړه ویلي: ”موږ د خوارځواکو ماشومانو د درملنې لپاره ۸۰۰ نوي سایټونه رامنځته کړي، او اوس زموږ د فعالو سایټونو شمېر ۲۰۰۰ ته رسیږي چې دغو ماشومانو ته د درملنې او خوراکي توکو د ویش خدمات وړاندې کوي.“

د یادونې وړ ده چې پدې وروستیو کې د بشري مرستو د همغږۍ لپاره د ملګرو ملتونو دفتر، په افغانستان کې د خوارځواکو ماشومانو د شمېر د زیاتوالي په اړه یو راپور خپور کړی.

روغتیا پالان پدې باور دي چې که چېرې په خوارځواکۍ اخته ماشومانو ته په ټاکلي وخت روغتیایي خدمتونه او واکسینونه ونه رسېږي، ښایي د بېلابېلو ناروغیو د خپرېدو تر څنګ، د پولیو د مثبتو پېښو په شمېر کې زیاتوالی راشي.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *