افغانستان

یونیسف:ماشومان د افغانستان د کړکېچ تر ټولو درنه بیه پرې کوي

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د وجهي صندوق (یونیسف) استازې فران اکیزا په افغانستان کې د وضعیت د خرابېدو خبر ورکړ او ویې وېیل، که څه هم په هېواد کې جګړه تر یوه حده ودرول شوې، خو د لسیزو جګړو له امله لا هم هره ورځ د ماشومانو حقونه په خورا وحشتناکه توګه تر پښو لاندې کېږي. 

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د وجهي صندوق (یونیسف) استازې فران اکیزا په افغانستان کې د وضعیت د خرابېدو خبر ورکړ او ویې وېیل، که څه هم په هېواد کې جګړه تر یوه حده ودرول شوې، خو د لسیزو جګړو له امله لا هم هره ورځ د ماشومانو حقونه په خورا وحشتناکه توګه تر پښو لاندې کېږي.

نوموړې زیاته کړه: “چېرته چې تعلیم د هیلې سمبول و، اوس د ماشومانو د زده کړې حق تر پښو لاندې کېږي.”

اکیزا وویل چې افغانستان په نړۍ کې یو له هغو هېوادونو څخه دی چې وسلې او ناچاوده توکي لا هم پکې د ماشومانو د تر ټولو لوړو تلفاتو سبب کېږي.

د یونیسف استازې وېیلي، چې د لومړنیو شمېرو له مخې د روان کال له جنورۍ او مارچ میاشتې راهیسې په جګړه ځپلو سیمو کې د بمونو او ناچاوده توکیو د چاودنې له امله ۱۳۴ ماشومان وژل شوي او یا هم معلول شوي دي.

اکیزا په افغانستان کې د اقتصادي او بشري ناورین موجودیت ته په کتو وويل چې افغان ماشومان له دغو سيمو څخه د زړو اوسپنو ټولولو ته مجبوره دي او دا کار یې د مرګ په بیه تمامېږي.

د ملګرو ملتونو دغه چارواکې یادونه کړې چې په افغانستان کې له ۱.۶ میلیونو څخه زیات ماشومان چې ځینې یې تر شپږو کلونو کم عمر لري په خطرناکو شرایطو کې کار کوي.

اکیزا خبرداری ورکړی، چې سږ کال به شاوخوا ۲،۳ میلیونه افغان نجونې او هلکان له سختې خوارځواکۍ سره مخ شي.

هغې دا هم ووېیل چې پر دې سربېره شاوخوا ۸۴۰ زره امیندواره میرمنې او میندې په سختې خوارځواکۍ اخته دي او نه شي کولای خپلو ماشومانو ته شیدې ورکړي.

یونیسف وېیلي چې د افغانستان وضعیت ته د رسیدو لپاره پراخې بودیجې ته اړتیا ده، چې تراوسه یې د ۲۰۲۳ کال لپاره یوازې ۲۲ سلنه بودیجه چمتو شوې ده.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *