افغانستان

د اتمې ناحیې د کوڅو جوړولو چارې پیل شوې

د کابل ښاروالۍ له خوا او د ملګرو ملتونو د پروژوي خدمتونو د دفتر په مرسته د اتمې ناحیې اړوند د۳۶ م ګذر په کول حشمت خان سیمه کې د کوڅو جوړولو چارې پیل شوې. د کابل ښاروالۍ د برنامو او پروژو د تنظیم ریاست د تمویل کوونکو پروژو د څارنې  آمر انجنیر ذبیح الله رحیمي وايي چې په دې سیمه کې د ۷۴۵ مترو په اوږدوالي او۴،۵ مترو په سور د کوڅو جوړولو په پروژه کې د لښتیو جوړول هم شامل دي چې د ۴ میاشتو په موده کې به په اساسي توګه جوړې شي. نوموړي زياته کړه چې د دغو کوڅو په جوړولو سره به د سيمې د اوسېدونکو پر وړاندې شته موسمي ستونزې هوارې او هغوى ته به غوره ترانسپورټي او ټولنيزې آسانتياوې رامنځته شي. یاده پروژه له ښاري آسانتیاوو څخه د محرومو سیمو اوسېدونکو ته د ښاري آسانتیاوو   په رامنځته کولو کې د اهمیت وړ ده چې په پلې کېدو سره به یې یو شمېر ښاریانو ته د کار زمینه هم برابره شي.

د یادولو وړ ده چې، په ټاکلي وخت د پروژو بشپړېدو او د کار د ښه کیفیت د تضمین په موخه به د کابل ښاروالۍ د برنامو او پروژو د تنظیم ریاست تخنیکي ټیمونه خپلې فني او تخنیکي څارنې ترسره کوي.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *