گزارش

د افغانستان د جګړې د دواړو غاړو یتیمان تر یو چت لاندې روزل کېږي

د افغانستان په یو شمېر ولایتونو کې د جګړې د یتیمانو د ملاتړ او زدکړو د فرصت برابرولو په موخه د دارالایتامونو د جوړولو چارې په پراخېدو دي.

د افغانستان په یو شمېر ولایتونو کې د جګړې د یتیمانو د ملاتړ او زدکړو د فرصت برابرولو په موخه د دارالایتامونو د جوړولو چارې په پراخېدو دي.

له بېلابېلو ولایتونو د دارالایتامونو د پرانيستلو د راپورونو تر څنګ وېیل کېږي چې یو شمېر چارواکو هم د دغه ډول بنسټونو د ملاتړ او جوړولو لپاره ګام پورته کړی دی.

د ځینو ولایتونو ځایي خلک وایي، چې اوس د مدرسو ترڅنګ د دارالایتامونه جوړولو ته هم مخ شوی دی.

په تېرو ۱۲ لسیزو کې د پرله پسې جګړو په پایله کې- چې په کې درنه انساني مرګ ژوبله اوښتې، افغانستان د جګړې د یتیمانو په لوی کور بدل شوی دی.

په تېرو څو لسیزو کې په لسګونو زره افغان ماشومانو خپل پلرونه- هغه که دولتي سرتېري او که امارتی مجاهدین دي – په جګړو کې له لاسه ورکړي دي.

په زرګونو نور ماشومان په بریدونو، همدارنګه د بهرنیو ځواکونو د هوایي بریدونو او نورو امنیتي پېښو کې د پلار له پالنې او مینې بې برخې شوي دي.

ډېری هغه ماشومان چې پلرونه یې د جګړې په دواړو غاړو کې وژل شوي له بې وزلو کورنیوو دي او د خپلو زدکړو د دوام لپاره مالي ملاتړ او سرپرستۍ ته اړتیا لري، لکه پالنتون یا دارالایتام.

وېیل کېږي چې د افغانستان په ځینو سیمو کې د دارالایتامونو جوړول مخ په زیاتېدو دي او یو شمېر مهمو کسانو هم د دارالایتامونو جوړولو ملاتړ پیل کړی دی.

د کورنیو چارو وزارت د پخواني ویاند قاري سعید خوستي تېر کال په خوست کې د یو دارالایتام د بڼسټ د ډبرې اېښودو پروګرام کې وېيلي وو چې د مولوی سراج الدین حقاني په مشوره یې په خوست کې د یوه لوی دارالایتام د جوړولو لپاره په ۴۵ میلیونه افغانۍ ځمکه اخیستې.

د نوموړي په خبره، د پالنتون به د افغانستان په سوېل ختیځ کې یو له لویو دارالایتامونو څخه وي.

همدا راز چارواکي له نورو غواړي چې له مالي اړخ نه د یتیم ماشومانو پالنه او ملاتړ وکړي.

د کار او ټولنیزو چارو وزارت د اطلاعاتو او عامه اړیکو رئیس سمیع الله ابراهیمي هم مني چې یو شمېر مشران د ځینو پالنتونونو یا دارلایتامونو مالي ملاتړ او پالنه کوي.

ښاغلی ابراهیمي وایي په افغانستان کې ۸۰ دارالایتامونه شته، چې «۲۸ بابه یې امارتي او ټوله بودیجه او لګښت یې اسلامي امارت ورکوي.»

«شاوخوا ۵۰ خصوصي دارالایتامونه شته چې د کار او ټولنیزو چارو له وزارت سره د هوکړې له مخې د اسلامي امارت له اصولو سره سم فعالیت کوي او ځینې خصوصي دارالایتامونه د اسلامي امارت د مشرانو لخوا تمویلېږي. په امارتي یا دولتي پالنتونونو کې نژدې ۹ زره یتیمان پالل کېږي.»

د کار او ټولنیزو چارو وزارت ویاند وايي، چې د یتیمانو په ملاتړ کې هېڅ ډول تبعیض نشته او د ټولو لپاره یوه کړنلاره پلې کېږي:»د اسلامي امارت لپاره دا مهمه نه ده چې دغه یتیم ماشومان په کوم حکومت پورې اړه لري. په دې برخه کې د کار او ټولنیزو چارو وزارت ژمنه دا ده چې ټول یتیمان باید یو ډول پام وشي.»

ښاغلی ابراهيمي وایي د «امارتي» او خصوصي دارالایتامونو لپاره یوه کړنلاره ده او د ټولو دارالایتامونو فعالیتونه د همدې طرزالعمل له مخې اداره کېږي. په وردګو کې د دوو خصوصي دارالایتامونو مسئول محصل غازي زاده وايي: «په ټولو پالنتونونو کې دولتي ښوونیز نصاب تدریسېږي، تر دې ور ها خوا انګلیسي، کمپیوټر او عربي ژبې ته ځانګړې پاملرنه کېږي.

د مکتب له رسمي صنفونو وروسته د قرآن کریم د حفظ زمینه هم ورته شته. ځینې یتیمان کولی شي چې د قرآن کریم ناظره و حفظ وکړي.»

په وروستیو لسیزو کې د جګړې د کرښې د دواړو غاړو یتیم ماشومان چې کله کله د مرستو د ترلاسه کولو لپاره په یو کتار کې ناست وي او د چارواکو ویناوې اوري، ښايي لا هم د هغو جګړو او شخړو د لاملونو په اړه نه وي خبر، چې له دوی نه یې د پلار سیوری اخیستی او د یوې اوږدې مودې لپاره یې نورو ته د یوې ګولې ډوډۍ د ترلاسه کولو لپاره اړایستي دي، ښایې یوازینۍ خوښي یې د مرستو ترلاسه کول او د زدکړو فرصت موندل وي.

د خصوصي پالنتونونو چارواکي وایي، د یتیمانو د جذبولو غوښتنه ډېره ده، خو اسانتیاوې یې کمې دي.

د دوی په خبره، په دې مرکزونو کې د شاملېدو لېوالتيا ځکه ډېره ده، چې ځينې دارالايتامونه ليليه لري او ځينې يې زدکوونکو ته لږ تر لږه يو وخت ډوډۍ برابروي.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *