مولوي امیرخان متقي: اوس د افغانستان-ترکيې تاريخي اړيکو او مشترکاتو د لا پیاوړتیا وخت دی
د بهرنيو چارو سرپرست وزير مولوي امير خان متقي ترکيې ته د خپل سفر په لړ کې، د یاد هېواد په استانبول ښار کې د ترکيې معارف بنسټ په بلنه د یاد بنسټ له مرکز څخه لیدنه کړې.
د بهرنيو چارو سرپرست وزير مولوي امير خان متقي ترکيې ته د خپل سفر په لړ کې، د یاد هېواد په استانبول ښار کې د ترکيې معارف بنسټ په بلنه د یاد بنسټ له مرکز څخه لیدنه کړې.
د معارف بنسټ مشر ویلي؛ افغانستان او ترکيه د ورورګلوي اړيکې لري، نوموړي له اسلامي امارت نه مننه کړې، چې د دوي هېواد سره ښو اړيکو ته ارزښت ورکوي او په افغانستان کې یې د معارف بنسټ فعاليتونو ته اسانتياوي برابرې کړي او ددوی ملاتړ کوي.
مولوي امير خان متقي د افغانستان-ترکيې تاريخي اړيکو او مشترکاتو يادونې ترڅنګ ویلي؛ وخت رارسيدلی چې دا اړيکې بیا راژوندۍ او قوي شي، چې په دې لړ کې معارف بنسټ د دواړو ولسونو په نيږدې کولو کې د پام وړ رول لوبولی او ښه افغان کادرونه يې روزلي.
ددې ترڅنګ ښاغلي متقي ټینګار کړی، چې د افغانستان حقایق بايد د ترکيې مسلمان ولس ته په خپله اصلي بڼه ورسيږي.