افغانستان

د ریاست الوزرا د دفتر لوی رئیس د ایران  اهل تسنن علماوو سره لیدنه کړې

د ریاست الوزرا د دفتر لوی رئیس ډاکټر ملا عبدالواسع د ایران اهل تسنن علماوو سره لیدنه کړې.

د ریاست الوزرا د دفتر لوی رئیس ډاکټر ملا عبدالواسع د ایران اهل تسنن علماوو سره لیدنه کړې.

مولانا عبدالعلي خیرشاهي عالیقدر امیرالمومنین حفظه الله او ټولو افغانانو ته یې د افغانستان د ازادي، د سراسري امنیت د تامین او د اسلامي نظام د حاکمیت مبارکي ویلې.

نوموړي زیاته کړې، ایران او افغانستان د ګاونډیتوب ترڅنګ دیني، مذهبي، فرهنګي  او ډېر نور مشترکات لري او د افغان ملت ازادي، ثبات او سرلوړي د ټولو ازادي او سرلوړي ده.

مولانا عبدالعلي خیرشاهي د افغانانو په لاسونو د امریکا او د هغوی د متحدینو ماتې او د اشغال خاتمه یوه لویه معجزه بللې او د دغه الهي نعمت، چې د ډېرو قربانیو او تکلیفونو له برکته خدای تعالی په افغان ولس لورولی دی د  قدرداني او ساتنې ټینګار کړی.

نوموړي د داسې اسلامي نظام د ټینګښت لپاره، چې د ټولو اسلامي هېوادونو لپاره الګو وي، خپلې مشورې او وړاندیزونه شریک کړي.

نوموړي ویلي، عالیقدر امیرالمومنین حفظه الله، رییس الوزرا او د اسلامي امارت ټولو مسولینو ته د ملت یووالی، ارامي او هوسایي ډېره مهمه ده او اسلامي امارت تبلیغاتي نه، بلکې عملي ټول ګډونه حکومت رامنځته کړی، چې د هېواد د هرې سیمې او قوم استازي په کې ګډون لري او اوسنی نظام له ټول ملت پورې اړه لري او د هغوی استازولي کوي.

ډاکټر ملا عبدالواسع ویلي، د علماوو د فتواوو او هلو ځلو له برکته په افغانستان کې هم پخواني شوروي اتحاد او هم امریکا او د هغوی  متحدینو ماتې وخوړه.

نوموړي زیاته کړې؛ سره له دې چې  اسلامي امارت تل په دې ټینګار کوي، چې مسایل باید د خبرو او تفاهم له لارې حل شي، مګر د نړۍ ټول کفار د هغو هېوادونو په خلاف یو لاس دي، چې اسلامي نظام او شریعت په کې حاکم او نافذ دی.

د ریاست الوزرا د دفتر لوی ریيس ویلي، د تحریمونو او نورو ستونزو سره سره د اسلامي امارت کړنې، لاسته راوړنې او پرمختګونه ټولو هېوادوالو او نړیوالو ته معلوم دي.

د نوموړي په وینا؛ اسلامي امارت د ملت  په ډېرو قربانیو او تکلیفونو راغلی، موږ خپلو مجاهدینو ته ویلي دي چې د تېرو ۲۰ کالو په څېر به د هيواد د ابادۍ لپاره هم هلې ځلې کوي او زحمتونه به ګالي، ترڅو دا هېواد لا ښه ثبات او ځان بسیاینې ته ورسېږي.

د اسلامي امارت مسولین او مجاهدین له ولس سره  په نرمۍ او مهربانۍ چلند کوي، د ملت ګټو ته ترجیح ورکوي او هیڅ ډول توپیری چلند شتون نه لري.

همداراز نوموړي زیاته کړې؛ د اشغال پر وړاندې د جهاد په وختونو کې موږ د ټولو علماوو همکاري او دعاګانې له ځانه سره لرلې او اوس هم د دوی همکارۍ، مشورو او دعاګانو ته د قدر په سترګه ګورو. خدای تعالی دې د افغان کډوالو د راستنېدنې او مېشتېدنې په ګډون د هېواد او ملت ټولې شته ستونزې حل او افغان ولس ارام او هوسا لري.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *