کاغذ

پوهنې وزارت څه باندې ۱۱ میلیونه افغانۍ د هرات زلزله ځپلو سره مرسته کړې

د پوهنې وزارت سرپرست مولوي حبیب الله اغا او ورسره مل پلاوی پرون سهار په یوه رسمي سفر هرات ته تللی.

د پوهنې وزارت سرپرست مولوي حبیب الله اغا او ورسره مل پلاوی پرون سهار په یوه رسمي سفر هرات ته تللی.

هرات ته د پوهنې وزارت سرپرست د سفر موخه د ښوونځیو، دیني مدارسو د ښوونیزو وضعیت څېړل، د پوهنې مسئولینو د وړاندیزونو، نظریاتو او ستونزو اورېدل، د علماوو شورا له غړو سره لیدنه او د وروستۍ زلزلې د شهیدانو او ټپیانو له کورنیو سره خواخوږي څرګندول دي.

د پوهنې وزارت سرپرست او ورسره مل پلاوي د یاد ولایت له والي شیخ نوراحمد اسلام جار او مشرتابه سره لیدنه کړې او په دغه ولایت کې یې د وروستیو څو زلزلو د رامنځته کېدو له امله چې پکې زموږ د زرګونو هېوادوالو د شهادت او ټپي کېدو لامل شوه، د خپلې خواخوږۍ او ډاډګیرنې مراتب څرګند کړي. مولوي حبیب الله اغا د یاد ولایت  له والي څخه د پوهنې د خدمتونو د پیاوړتیا او پراختیا په برخه کې یې د ملاتړ غوښتنه کړې.

د هرات والي د یاد وزارت کړنې د ستايلو وړ بللي او د دغه ولايت د پوهنې رياست له پلانونو او پروګرامونو څخه يې د هرات ولايت د مشرتابه ملاتړ اعلان کړی او په دې برخه کې يې د پوهنې وزارت له مشرتابه سره د هر ډول همکاریو ډاډ ورکړی.

سرپرست وزیر د هرات له والي سره په ګډه د یاد ولایت د علماوو شورا له رییس سره هم لیدنه کړې او د پوهنې، د دیني مدارسو د وضعیت او نورو اړوندو موضوعاتو په اړه یې نظرونه تبادله کړي.

مولوي حبیب الله آغا او ورسره مل پلاوي د هرات د رهبرۍ او د هېواد د یو شمېر علماوو په شتون کې د ۱۱ میلیونه او ۳۲۹ زره ۹۷۰ افغانیو په ارزښت د یاد وزارت نغدي مرسته، چې د هېواد د مرکز او ولایتونو د پوهنې رییسانو، کارکوونکو، استادانو، ښوونکو او نورو کارکوونکو له لوري په داوطلبانه ډول د شهیدانو او ټپیانو له کورنیو سره شوې وه، د هرات ولایت د وروستۍ زلزلې له امله د زخمیانو او زیانمنو شویو کسانو لپاره د اسلامي او انساني احساس له مخې اړوندو مسولینو ته سپارلې.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *