افغانستان
غور کې د ۹ میلیونو افغانیو په لګښت یو روغتیایي مرکز جوړ شو
د غور ولایت په چهارسدې ولسوالۍ کې د خوارځواکۍ برخه کې یو روغتیایي مرکز جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
د غور ولایت په چهارسدې ولسوالۍ کې د خوارځواکۍ برخه کې یو روغتیایي مرکز جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
دغه مرکز د (اې.سي.اېف) موسسې له لوري د ۹ میلیونو افغانیو په لګښت جوړ شوی چې ۲۰ بستره لري.
د یاد مرکز په جوړېدو سره به په خوارځواکۍ د اخته ماشومانو درملنه کېږي او دې برخه کې به د چهارسدې ولسوالۍ د اوسېدونکو ډېری ستونزې هوارې شي.
باید وویل شي چې د اسلامي امارت په راتګ سره پر نورو برخو سربېره روغتیایي برخې ته هم ډېر پام شوی دی.