افغانستان

ملا عبدالغني برادر د سټنډرډ ملي  شورا مشر وټاکل شو

د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند د نورو دندو ترڅنګ، د سټنډرډ ملي شورا د مشر په توګه وټاکل شو.

د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند د نورو دندو ترڅنګ، د سټنډرډ ملي شورا د مشر په توګه وټاکل شو.

باختر آژانس ته د ریاست‌الوزرا د اقتصادي معاونیت د مطبوعاتي دفتر د معلوماتو له مخې؛ د سټنډرډ ملي شورا د ریاست ‌الوزرا مقام د (۲۰۸۳)ګڼې

حکم پر اساس، هېواد ته د بې کیفیته توکو او غیر معیاري کالیو د واردېدو او همدارنګه د هېواد دننه د غیر معیاري او خپلسرو ودانیزو چارو په برخه کې د سټنډرډ ملي ادارې ستراتیژۍ او عمومي پالیسیو تصویب او د هغوی له تطبیق څخه د څارنې، د ملي سټنډرډونو او ودانیزو ملي کوډونو او نورمونو د تصویب او د تخنیکي مقرراتو د طرحو د تائید په موخه رامنځته شوې ده.

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ، لوړو زده کړو، کور او ښار جوړولو، ټولګټو، عامې روغتیا، صنعت او سوداګرۍ، مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ، کانونو او پټرولیم، ترانسپورټ او هوايي چلند او مالیې وزارتونو مرستیالان، د علومو اکاډمۍ لوی رئیس، د چاپېریال ساتنې ملي ادارې لوی رئیس، کابل ښاروال، د ښاروالیو د عمومي ریاست مرستیال، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې او معدن او صنایعو خونو مدیره هیئت رئیسان یې دایمي غړيتوب لري.

د سټنډرډ ملي شورا سکرتریت، د سټنډرډ ملي ادارې پر غاړه دی.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *