جهان
د صهیونیستي اسرائیلو په وروستي برید کې له ۷۰۰ زیات فلسطینیان شهیدان شوي
د فلسطین عامې روغتیا وزارت وايي، چې پر غزه تړانګه د اسراییلو له لوري د تېرو ۲۴ ساعتونو بریدونو له امله له ۷۰۰ زیات فلسطینیان شهیدان شوي.
د فلسطین عامې روغتیا وزارت وايي، چې پر غزه تړانګه د اسراییلو له لوري د تېرو ۲۴ ساعتونو بریدونو له امله له ۷۰۰ زیات فلسطینیان شهیدان شوي.
د یاد وزارت په وینا؛ په شهید شویو کسانو کې له ۳۰۰ زیات ماشومان هم شامل دي.
د صهیونیستي اسرائیلو د برید له پیل څخه تر اوسه په ۲۴ ساعتونو کې دا تر ټولو لوړه مرګژوبله ښودل شوې ده.
دغه راز پر غزه د اسرائیلو د بریدونو له پيل څخه تر دې دمه ۵ زره او ۸۰۰ فلسطینیان شهیدان شوي، چې ۲ زره او ۳۶۰ یې ماشومان ښودل شوي دي.