اجتماعی

دیخنۍ موسم په را نېږدې کېدو دی

ساړه هوا مخ په را نېږدې کېدودی او د کابل ښارپه هره برخه کې اوس تازه د هغه توروکاربن ترکیبه ډبروسکرو پلورنځي لیدل کېږي چې چاپېریالي هوا ککړوي اوتنفسي ناروغۍ را منځ ته کوي

 

ساړه هوا مخ په را نېږدې کېدودی او د کابل ښارپه هره برخه کې اوس تازه د هغه توروکاربن ترکیبه ډبروسکرو پلورنځي لیدل کېږي چې چاپېریالي هوا ککړوي اوتنفسي ناروغۍ را منځ ته کوي د شمسي نظام له قوانینو لمرد قطب جنوب په لوري میلان پیدا کوي اویخني را منځ ته کوي ، ګیله له انسانانواود ژمنیو سون له توکو څخه ده چې ولې د کورونود تود والي لپاره د ډبروسکرو بدیل نه پیدا کېږي ، دشمسي نظام ادلون بدلون الهي حکمت دی چې د بشرلپاره پرته له دې چې بشرپرې پوه شي خیربرکت پروت دی اوپه هرو دولس میاشتوکې یوځل خپل دوران ترسره کوي دا مقرره نه یوازې پرافغانستان تطبیقېږي بلکه دنړۍ په ټولوهغوهېوادونوکې چې د استواء کرښې شاوخواته موقعیت لري ترسره کېږي ، داچې د اقلیمي بدلونونوپه ترڅ کې په شمسي نظام کې گټه رسوونکي او ضرررسونکي بدلونونه رامنځ ته کېږي باید د سرپه سترګو یې ومنوځکه دا له بابا آدم نه تردې دمه په مکرر ډول هرکال تکرارېږي او دژمنیوضررونووروسته یې ګټه داده چې هرکال له پسرلني اعتدال وروسته لمرداستوایی له کرښې د شمال په لورمیلان پیدا کړي نویخني ورکېږي دمځکې اوهوا تندی غوړیږي شینلي له مځکې را ټوکېږي ، قلنج اونورې تنفسي ناروغۍ کنترولېږي اونوی ژوند پیل کېږي اوکله چې برعکس لمرجنوبي قطب ته مخ په نېږدې کېدوشي د هوا ترینگلتیا پلیږي د ونوپاڼې خزان اویخنۍ ورو، ورو، زور پیدا کوي چې په نتیجه کې د مضرو ګازاتود تنفس له وجې ناروغۍ او دیخنۍ د غلبې له وجې سینه و بغل ناروغۍ رامنځ ته کېږي ځکه چاپېریالي هوا د هغه مضروگازاتود انحلال توان نلري چې انسانانود یخنۍ د مخنیوي لپاره دخپلوکورونوپه بخاروکې جوړکړي وي دا خو ښکاره ده دغه مضرگازات آزادې تنفسي هوا ته پورته کېږی اوترې متوجې ضررونه ترټولو لومړی بېرته انسانانوته تکیه وي د ضرر په موسم کې چې منی او ژمی دی په خپله په انسانانو پورې اړه لري چې څنګه خپل ځان ورسره عیارکړي او څنګه له ژر رسېدونکې یخنۍ خپل ځان او کورنۍ بچ وساتي ، د یخ او ګرمۍ په پیوند کې دوالګي اوسینه بغل ویروسونه ډېر ګړندي وي او ژر حمله کوي ځکه دا د موسمي بدلون داسې مقطع ده چې څوک یې یخ نه بولي ، خوپه ناخبرۍ کې یخ وهلي وي او ټوخېږي .

له بل پلوه همداآزاده تنفسي هواچې انسانانوله مني وروسته دژمي په موسم کې ککړه کړې وي خپل کسات بېرته په تنفس کې له انسانانو اخلي او داځل داسې تنفسي ناروغۍ رامنځ ته کوي چې د ریزش (والګي ) په شان زماني نه ، بلکې دداکتردرملنې ته اړتیا لیدل کېږي .

د طبیعت (چاپیریال) اوانسانانو ترمنځ دغه سیالۍ هرکال دمني په سړوکې پیل اود ژمي په یخنۍ کې اوج ته رسېږي او د پسرلي تر را رسېدو پورې دا سیالۍ روانې وي .

هوا په عادي حالت کې ډېره پاکه ده ، له عارضي اوموقتي توپانونو ، بړبوکیو ، سیلیواوبادونوپرته هېڅکله چاته ضررنه رسوي ځکه طبعی ککړتیا نلري اوپه کامل یقین سره دانسان ، حیوان او نبات لپاره د مفیدو گازاتومجموعه ده ، خولکه د مخه چې وویل شول انسانان په ډېره بې رحمۍ او بیباکۍ د ژمي په سړوکې چاپیریالي هوا د خپلې منفي مداخلې په ترڅ کې د کورنیو بخاریوله دود کشو، د وتونکیو، دودونواود نقلیه وسایطو د سلنسرله دودونو دومره ککړوي چې تنفس یې ۸۵ په سلوخطرناک وي ځکه هوا دا وخت د یخنۍ له وجې د انجماد په حالت کې قرار لري .

بیا هم وایو چې چاپیریالي ککړتیا ټوله انسانان جوړوي داسې ککړتیا چې په لابراتوارونوکې یې (بڼه ) او(ضرر) وکتل شي نولیدونکی به د مځکې له کرې نه په نامعلوم لوري وتښتي ٬ د ژمي په سړو کې چې هوا یوځل ککړه شي کنترول یې بیا ساده او آسانه کارنه دی ځکه د هوا له کومې برخې به د کاربن ډای اکساید هغه ذرات را ټولیږي چې د کورنیو بخاریو له دود کشوڅخه یې هوا ته سرایت کړی وي او تیت شوي دي .

دا حقیقت دی چې د اقلیم پربدلون د انسانانو زورنه رسیږي خودچاپیریال په پاکوالي یې بیا زور رسیږي ٬ نولازمه ده چې په دغه حقیقت د پوهېدو له مخې خپل چاپیریال د لازمو روغتیایی تدابیروپه رڼا کې وقایه اوپاک وساتو ٬ کله چې هوا پاکه وي تنفس یې هم په ششونو ناوړه اغیزنکوي اوکله چې په هوا کې د مضرو گازاتو موجودیت کنترول اوله منځه لاړ، نودهرډول ژمنیو ناروغیو لکه سینه بغل ، والگي اوټوخۍ پرته له کوم تبلیغ څخه پخپله کنترولیږي اوکه موهوا د خپلومنفي مداخلوله وجې پخپله ککړه کړه نو د چاروله مسؤلینو هم چې دوی ولې دهوا د ککړتیا په مخنیوي کې ناغیړي کړې اویا پاته راغلي دي ، د گیلې حق نلرو.

د کابل ښارچاپیریال د نړۍ دنورو پرمختلوهېوادونو د اصلي او فرعي ښارونوپه پرتله ځکه ډېرککړدی چې په دغه ښارکې د کورونود تودخې ستندرد سیستم نشته د کورنیو اوآپاتمانونوپه بخاریوکې د ډبروسکاره ٬ ربڼ ٬ زاړه پایزارونه او ورته نورکاربن تولیدوونکي توکي سوځل کېږي ، ځېنې سړکونه اود ښارگوټیو اکثره کوڅې خامې اونه دي پخې شوی ، له پلوه د کابل ښار د ۶سوه زره وگړود استوگنې لپاره جوړشوی خو اوس شپږ میلیونه وگړي پکې ژوند کوي اود پنځوس زره عرادوپه ځای ۵ لکه عرادې وسایط پکې چلیږي ٬ د سون دبدیلو موادو لکه گازبیې کله لوړې شي   نوځکه خلک په لوړه کچه له هغه ذغالو څخه گټه پورته کوي چې کاربني دود هوا ته خوروي زموږ وړاندیز دادی چې د مسؤلینو لخوا د کابل ښاردټولو لوړو ودانیود تودخې په سیستم کې د فلترونود سیستم نصب له جدي اجرااتو وگڼل شي چې دا به د کابل ښاردهوا په پاکوالي اوکنترول کې یوڅه مرسته وکړي .

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *