افغانستان

د ریاست الوزرا  اداري مرستیال د افغانستان لپاره د جاپان سفیر سره د مخه ښې لیدنه کړې

د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د افغانستان لپاره د جاپان سفیر تاکاشي اوکاډا سره د مخه ښې لیدنه کړې.

د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د افغانستان لپاره د جاپان سفیر تاکاشي اوکاډا سره د مخه ښې لیدنه کړې.

په دې لیدنه کې د افغانستان لپاره د جاپان نوي سفیر تاکویوشي کورمایا هم شتون درلود.

د ریاست الوزرا اداري مرستیال د ماموریت پر مهال د تاکاشي اوکاډا ارزښتناک خدمتونه او له افغانستان سره د یاد هېواد د خلکو او حکومت د مرستو مننه کړې او ویلي يي دي، جاپان تل په افغانستان کې د سولې او ثبات پلوی دی او زموږ د خلکو ترڅنګ درېدلی دی.

مولوي عبدالسلام حنفي په افغانستان کې د ډاکتر ناکامورا د کړنو یادونه کړې او ویلي يي دي، نوموړی زموږ د خلکو ترمنځ ښه شهرت لري او د هغه د  کړنو او فعالیتونو ستاینه کوي.

ښاغلي حنفي ویلي، اسلامي امارت له ګاونډیو او د نړۍ ټولو هېوادونو سره د ښو اړیکو غوښتونکی دی.

نوموړي زیاته کې، په هېواد کې سراسري امنیت تامین شوی او اسلامي امارت هیچاته اجازه نه ورکوي، چې د افغانستان له خاورې څخه د نورو هېوادونو پر ضد استفاده وکړي.

اداري مرستیال په وینا، د اسلامي امارت په حاکمیت سره د نشه یي توکو د کر، قاچاق، تولید او استعمال مخنیوی شوی او سراسري امنیت تامین شوی، چې په نړۍ یې هم خپلې مثبتې اغېزې لرلې دي.

نوموړي له جاپان څخه غوښتي، چې په افغانستان کې د کانونو د استخراج او ټکنالوژۍ په برخو کې پانګونه وکړي.

تاکاشي اوکاډا په هرات کې د وروستیو زلزلو له امله په رامنځته شویو تلفاتو خواشیني ښودلې او خپل د تسلیت مراتب یې وړاندې کړي.نوموړي ویلي، موږ نړیوالې ټولنې ته د اسلامي امارت د نږدې کېدو لپاره دوامداره خبرې او هڅې کړې دي او د افغانانو ترڅنګ پاتې کېږو او خپلو مرستو ته به هم دوام ورکړو.

د افغانستان لپاره د جاپان نوي سفیر ښاغلي تاکویوشي ویلي، زموږ موخه یوازې له افغانانو سره مرسته ده او غواړو د اسلامي امارت په همکارۍ دغو اهدافو ته د رسېدو لپاره هڅه وکړو.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *