افغانستان

 خلیل الرحمن حقاني:  په افغانستان کې د بهرنیو هېوادونوجنګي جنایتونه دې وڅېړل شي

“خلیل الرحمن حقاني” وېیلي، هغه هېوادونه چې په تېرو څلورو لسیزو کې یې په افغانستان کې جنګي جنایتونه کړي او په بېلابېلو لارو یې افغانان وژلي، باید د جرمونو نړیوالې محکمې ته معرفي شي.

د کډوالو چارو وزیر

“خلیل الرحمن حقاني” وېیلي، هغه هېوادونه چې په تېرو څلورو لسیزو کې یې په افغانستان کې جنګي جنایتونه کړي او په بېلابېلو لارو یې افغانان وژلي، باید د جرمونو نړیوالې محکمې ته معرفي شي.

حقاني په پکتيا ولايت کې د مرستو د وېش په مراسمو کې زياته کړه: شوروي اتحاد او د هغې ټول غلامان که په هېواد کې دننه وي او که بهر، امريکا، ناټو او ټول هغه هېوادونه چې افغانستان يې ويجاړ کړ (په ننني حالت کې) مسئول دي. دوی باید افغانانو ته حساب ورکړي او د جرمونو نړیوالې محکمې ته وړاندې

شي.

دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې په افغانستان کې د امریکا د جنګي جرمونو د څېړلو لپاره د جرمونو د نړیوالې محکمې هڅې پيل شوي خو ویل کیږي، چې د ځینو هېوادونو د فشارونو له امله مخته نه دي وړل شوي.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *