په پروان کې زرګونو کسانو ته د کار زمینه برابره شوه
د پروان د کلیو بیا رغونې او پراختیا ریاست مسئولین وايي، چې په یاد ولایت کې د سلګونو ټولګټو پروژو په پلې کېدو سره زرګونو کسانو ته د کار زمینه برابره شوې ده.
د پروان د کلیو بیا رغونې او پراختیا ریاست مسئولین وايي، چې په یاد ولایت کې د سلګونو ټولګټو پروژو په پلې کېدو سره زرګونو کسانو ته د کار زمینه برابره شوې ده.
د پروان د کلیو بیا رغونې او پراختیا رئیس ملا عبدالصمد صادق د باخترآژانس خبریال ته وویل، چې د یاد ولایت په دوو ولسوالیو کې د ټولنیز ملاتړ او معیشت پروګرام له لارې څه د پاسه ۲۰۰ پروژې چې پکې د سړکونو جوړول، د کانالونو پاکول او د سربندونو او استنادي دیوالونو جوړول شامل دي زرګونو کسانو ته پکې د کار زمینه برابره شوې ده.
نوموړي د کورنیو د اقتصاد کچې په لوړولو کې د دغو پروژو رول مهم بولي او د یادو پروژ، په پراخولو یې ټينګار وکړ.
په ورته وخت کې د سي اچ ای او یا د ټولنیزملاتړ او معیشت ولایتي مسئول انجنیر عبدالعزیز جاوېد وايي، چې اوس د یاد ولایت په دوو ولسوالیو جبل السراج او سید خېلو کې ۲۷۰ پروژې پلې کېږي، چې ۱۶ زره او ۶۵۴ کسانو ته پکې د کار زمینه برابره شوې، چې یادې پروژې د ۱۳۵ کلیو پراختیايي شوراګانو له لارې پلې کېږي.
د یادونې وړ ده، چې دغه پروژې د ۳۱۰ میلیونه افغانیو په لګښت د نړیوال بانک له بودجې څخه تمویلېږي، چې ۵۳ پروژې یې بشپړې او ۱۳۱ پروژې ترکار او پاتې نورې یې تر دوران لاندې دي.