افغانستان

د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو ادارې له یو شمېر دولتي بنسټونو سره تړونونه لاسلیک کړل

د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو ادارې د لوړو زده کړو وزارت، تخنیکي او مسلکي تعلیماتو له ادارې سره د ساده شویو پروسو د تطبیق په موخه تړونونه لاسلیک کړل.

د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو ادارې د لوړو زده کړو وزارت، تخنیکي او مسلکي تعلیماتو له ادارې سره د ساده شویو پروسو د تطبیق په موخه تړونونه لاسلیک کړل.
یاد هوکړه لیکونه پرون د حکومت د رسنیو په مرکز کې د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو ادارې د رئيس او لوړو زده کړو وزارت د سرپرست او همدارنګه د تخنیکي او مسلکي تعلیماتو ادارې د رئیس تر منځ لاسلیک شول.
د لوړو زده کړو وزارت سرپرست مولوي ندا محمد ندیم د یادو هوکړه لیکونو د لاسلیکولو په مراسمو کې وویل، چې د هېواد بېلابېلو او پوهنتونو ته د سفرونو پر مهال ورته خلکو په دولتي اداراتو کې له پېچلو کاري پروسو څخه شکایتونه کړي وو او په همدې موخه په یاد وزارت کې د مراجعینو لپاره اسانتیاوو د رامنځته کولو او غوره چوپړتیاوو په موخه دغه تړون لاسلیک شو.
د نوموړي په خبره په تېرو کلونو کې په دولتي ادارو کې پراخ اداري فساد پر وخت د چارو د ترسره کیدو مخه ډب کړې وه او اسلامي امارت په دې برخه کې د اسانتياوو رامنځته کولو او غوره خدمتونو وړاندې کولو ته ژمن دی
په ورته وخت کې د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو ادارې رئيس مولوي عبدالحنان عارف الله په دغه غونډه کې وویل چې په تېرو ۱۱ میاشتو کې يې د لوړو زده کړو، کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو او کار او ټولنیزو چارو وزارتونو په ګډون په بېلا بېلو ادارو کې ۳۶۴ پروسې ساده کړې دي، په داسې حال کې، چې په تېرو ۱۲ کلونو کې د دغې ادارې له لوري یوازې ۱۷۶ پروسې ساده شوې وې.
د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي محمد حامد حسیب بیا په دولتي ادارو کې د پروسو د ساده کولو په موخه د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو ادارې هڅې وستایلې او ويې ویل، چې د لوړو زده کړو وزارت په څو ریاستونو کې یې د پروسې د ساده کولو په موخه د پام وړ کار کړی دی.
د نوموړي په خبره د لسانس ډيپلوم اخيستلو پروسه، چې تر دې وړاندې به په ۴۵ پړاوونو او لږ تر لږه ۱۷ ورځو کې بشپړېده اوسمهال له ساده کولو وروسته دغه پروسه په لسو پړاوونو او لږترلږه ۲ ورځو کې بشپړېږي.
سرچینې همدارنګه وویل، چې د پوهنتون د استادانو د علمي ترفیع پروسه، چې تر دې وړاندې به په ۲۲۱ پړاونو او لږ تر لږه ۱۴۸ ورځو کې بشپړېده اوسمهال له ساده کولو وروسته یاده پروسه په ۱۱۳ پړاونو او لږ تر لږه ۶۳ ورځو کې بشپړېږي.
د یادونې وړ ده، چې د تخنیکي او مسلکي تعلیماتو ادارې رئيس مولوي غلام حیدر شهامت هم د یادو تړونونو د لاسلیک په مراسمو کې وویل، چې دمګړۍ په وزارتونو او ادارو کې د تدارکاتو پروسه ډېره پېچلې ده او د ساده کولو په موخه يې بايد ګړندۍ هڅې وشي.
نوموړي غوښته وکړه، چې د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو اداره دې په دې اړه هم یوه طرحه جوړه او عملي کړي.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *