مقالات

په هنري ادبیاتوکې د پیغام د رول څرنګوالی

حیات الله حلیم هره لیکنه که د نظم ٬ نثر٬ داستان ٬ طنز٬ ادبي ټوټې او یا هم د کوم بل ادبي اوهنري فعالیت په بڼه وي د لوستونکي اواوریدونکي لپاره ځانګړی خصوصیت اوکیفیت لري خوترټولومهم یې پیغام یی دا دي چې د لیکوال لخوا په مهارت لوستونکې یا اوریدونکي ته دلیکنې له لارې رسول کیږي ځکه په هنري ادبي لیکنوکې د لیکوال ذوق احساس ادراک اوتمایلات د یومطلب د افادې لپاره بنسټیزرول لري ځکه لیکوال هغه څه چې لیدلې اوریدلې اویا یې په ذهن اوخیال کې احساس کړې وي ، بیانوي ،خودعلمي اوڅیړنیزولیکنوپه څیردلیل را وړلو ته کومه اړتیا نه لیدل کیږي ځکه په دې ډول لیکنو کې د الفاظومانا عاطفي بڼه لري اومعمولا مطلب اومقصد پکې نیغ نه بیانیږي دابهام او رمزپه جامه کې نغښتی او د تشبهاتو کنایواواستعارو په ګاڼه پسوللی وي .

 

حیات الله حلیم

هره لیکنه که د نظم ٬ نثر٬ داستان ٬ طنز٬ ادبي ټوټې او یا هم د کوم بل ادبي اوهنري فعالیت په بڼه وي د لوستونکي اواوریدونکي لپاره ځانګړی خصوصیت اوکیفیت لري خوترټولومهم یې پیغام یی دا دي چې د لیکوال لخوا په مهارت لوستونکې یا اوریدونکي ته دلیکنې له لارې رسول کیږي ځکه په هنري ادبي لیکنوکې د لیکوال ذوق احساس ادراک اوتمایلات د یومطلب د افادې لپاره بنسټیزرول لري ځکه لیکوال هغه څه چې لیدلې اوریدلې اویا یې په ذهن اوخیال کې احساس کړې وي ، بیانوي ،خودعلمي اوڅیړنیزولیکنوپه څیردلیل را وړلو ته کومه اړتیا نه لیدل کیږي ځکه په دې ډول لیکنو کې د الفاظومانا عاطفي بڼه لري اومعمولا مطلب اومقصد پکې نیغ نه بیانیږي دابهام او رمزپه جامه کې نغښتی او د تشبهاتو کنایواواستعارو په ګاڼه پسوللی وي .

په هنري ادبي لیکنو کې د ادیب تصور، او تخیلی ځواک ډیر قوي غښتلی او لوی رول لری  ٬ چې د بیلا بیلو منظروکښنو د انساني خصوصیاتو ، روحیاتو، عاداتو، حالاتواوپه عاداتو کې د انځورولو او وړاندې کولولپاره ورڅخه کار اخیستل کیږي ، لیکوال د خپل تخیلی ځواک په مرسته د منظرکښینې او صحنې جوړونې چارې سمې سرته رسولای شي او مطلوب حالت یا واقیعت په الفاظو کې داسې را نغاړي (انځوروي ) چې لیدونکی ، لوستونکي یا اوریدونکي فکر کوي چې هرڅه پخپلو سترګو ویني او ځان کټ مټ په صحنه کې شامل احساسوي . هنري ادبي لیکنې د عواطفو او جذباتو پارونکې وي ٬لوستونکی یا اوریدونکی د تخیل پر وزرونو د هیلو او ارمانونو نړۍ ته بیایې دانو بیا د لیکوال په استعداد او فني مهارت پورې اړه لري چې انساني رواني حالات د خلکو هیلې او غو ښتنې ٬جذبات عواطف او احساسات څنګه تر سیموي او مقابل لوری (لوستونکی یا اوریدونکي ) ته جذبه او احساس څنګه ور انتقالوي او په دې توګه د هغوی په عو اطفوکې څنګه خوځښت را ولي  .

منثورې ادبي او هنري لیکنې د پورم او بڼې له مخې تقریبا په لس ډوله ده چې لنډه کیسه ٬ناول ٬ډرامه ٬رومان ٬طنز ٬ نکل ٬ادبي ټوټه ٬ ادبي لیکونه ٬ ادبي را پور تاژ ٬سفرنامه او داسې نورپکې شامل دي چې دلته موږ له پورتنیو هنري نثري ژانرونو نه په ځینو کې د پیغام پر مسله یو ځلغنده نظر اچوو ځکه هر ه ادبي لیکنه خوا مخوا دیو مقصد او غرض لپاره لیکل کیږي خلکو او ټولنې ته خوا مخوا یو پیغام له ځان سره لري چې دا پیغام په حقیقت کې هماغه اغیز وي چې لیکوال یې د احساس او جذ بې په بڼه د پند ٬ خوند٬  تنبه ٬ کرکې په هیله لو ستونکو یا اوریدونکو ته ور لیږدوي .

لنډه کیسه :

د منثورو ادبی لیکنو ډیر مشهور او په زړه پورې ډول دی ددې لیکنې لمن لنډه ٬تنګه معمولا لږه او یوه پیښه وي ٬ مقصد او پیغام یې تل د کیسې په پایله کې نغښتی وي . د کیسې د پایلې په برخه  کې لیکوال لوستونکی یا اوریدونکی له ځان سره د تخیل په وزرونو ډیر لوړ وخیژوي او په لومړیو کې د یو څه نتیجې په ځای لو ستونکی یا اوریدونکی له یوې داسې کشالې سره مخ کړي چې د کیسې د نتیجې په تلوسه ټوله کیسه په خوند ٬ خوند تر پایه واوري دلته د کیسې لیکوال خپل غرض او پیغام په مستقیمه توګه نه وایې بلکه دا فیصله د لوستونکي او یا اوریدونکي وروستي قضاوت ته پریږدي چې هغوی څنګه کولای شي د خپل استعداد او ذکاوت په مرسته د کیسې پیغام د هغه په اصلي بڼه تر لاسه کړي .

ناول رومان او ډرامه کې چې لمن او د پیښو لړۍ یې د لنډې کیسې په نسبت پراخه ده ٬ دلیکوال پیغام ددغو لیکنو پرپای برسیره پر بیلا بیلو څپرکو ٬پردو او برخو هم تر سره کیدای شي دا ځکه چې رومان یا ډرامه اوږده وي او د اوریدونکي یا لیدونکي د انتظار اوږدول ددې سبب کیږي چې د رومان یا ډرامې له تعقیب نه لاس په سر شي .

لیکوال د کیسې مثبت او منفي کردار ونه دمجادلې مقابلې هدف ته د رسیدو په ډګر کې د خپلو کړنو (اعمالو او (افعالو ) په وسیله له یو داسې کشمکش کشالې سره مخ کړي او دهغوی د هیلو جذباتو او احساساتو داسې ژوره عکاسي وکړي چې په لوستونکي یا اوریدونکي کې سمد لاسه له کردار یا کردارونو سره د ملګرتیا همدری خواخوږی او یا بر عکس د کینې او کرکې روحیه جذبه را ولاړه کړي او یا په بله وینا ځان له مثبتو کردارونو سره په خوښی ٬ غم خپګان او ستونزې کې شریک کړي او د منفي کردارونو په ضد یې احساسات او جذبات را پاریږي ٬همدغه جذبه احساس او اغیز په واقعیت کې د هنري ادبي لیکنې پیغام دی

داچې  ادبي ټوټه  د پورتنیو ژانرونو له ډلې په کومه کتګورۍ کې را ځې ؟

ادبي ټوټه د منثورو ادبي لیکنویو بل په زړه پورې ډول دی ٬ دغه ادبي ډول چې معمولا حکایتی بڼه لري ٬ په ادبي او هنري ژبه د یوحقیقت او واقعیت په هکله په زړه پورې تشریح او تو ضیح وړاندې کوي خودا تووضیح او تشریح په ډیرو ښکیلو او رنګینو الفاظو کې نغښتې وي په دې مانا چې لیکوال د خپل پیغام او غرض د افادې او مقابل لوري ته د لیږدونې لپاره د لوړې انشا خیال ساتي او خپله لیکنه د ادبي فنونو تشبیهاتو او استعارو په ګاڼه پسولې ٬څو ټولنیز مسایل (ژور عقیده یې سیاسي او فلسفي افکار ) په الفاظو کې په خواږه عبارت را ونغاړي ٬خپل شاعرانه احساس جذبه او عواطف هم هماغسې اغیزه وکړي چې لیکوال یې غواړي .

طنز هم په هنري ادبیاتو کې دپام وړ ځای لري له طنزي لیکنو څخه اصلي مطلب او غرض انتقاد او نیوکه وي خودا نیوکه او انتقاد معمولا د شوخۍ په بڼه یا په بله وینا د ریشخند او تمسخر په جامه کې نغښتی لیږدونې له پاره  دوینا لحن او اندازه ډیره په زړه پورې او ظاهرا د ټوکو ټکالو په بڼه او مسایل سرچپه مطرح کوي .

د طنز لیکوال چې د ټولنې د نادودو ٬بد مرغیو ناوړه وضعیت او حالت څخه رنځ وړي نو ددې پرځای چې خپل دغه رنځ او د ټولنیزې اصلاح فکر د ګیلې یا پند او نصیحت په ژبه ووایې هغه د ټکو ټوکالو په کالب کې وړاندې کوي او په دې وسیله نا وړه عمل ٬عاملین او خاوندان یې د ریشخند په کمچینه وهي .

طنز چې په واقعیت کې له قهر او غوسې نه ډکه یا په بله ژبه ترخه خندا ده چې مقابل لوری (لوستونکی يا اوریدونکی ) ظاهرا خندوي خو په عین حال کې د (بد) (ناوړه ) نادودې نا سموالي په وړاندې قهر غصه او کرکه را ولاړوي او د اصلاح او سمون لپاره تنبیه او جذبه د طنزي لیکنې پیغام دي چې دا په لیکوال پورې اړه لري چې په څومره ژوره اندازه کولی شي خپل طنزیه  پیغام مقابل لوري ته ولیږدوي .

همدارنګه په نورو منثوروهنری  ادبي ژانرونو : تکل ٬ادبي لیکونو ٬ادبي را پورتاژ ٬سفر نامې کې هم لیکوال مقابل لورې ته د خپل پیغام لیږدونې لپاره د لیکنې ژبې ته هنري بڼه ورکوي او د استعمارو کنایو تشبهاتو او ډول ډول ادبي صنایعو څخه کار اخلي او خپله لیکنه دومره ښکلې او په زړه پورې کوي چې د لو ستونکې او اوریدونکي په احساساتو او عواطفوکې خو ځښت را ولي او هغه اصلي پیغام اخیستنې او پرې پوهيدنې ته چمتو کوي . همدغه د یوه لیکوال د بریالیتوب لپاره تر ټولو مهمه ځانګړنه ده چې خپل احساس او جذب په اغیزمنه توګه نورو ته ولیږدولای شي او په نورو کې هم هغه شان جذبه او احساس را پارولای شي چې په خپله په ده کې و او د هغه ژور تاثیر له مخې یې دا هنري لیکنه تخلیق کړې ده .

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *