افغانستان
پکتیا پوهنتون کې د دوو رغنیزو پروژو پرانیسته وشوه
د پکتیا پوهنتون مسئولین په دغه پوهنتون کې د ۴ میلیونه،۴۹۱ زره او ۷۸۷ افغانیو په لګښت د دوو رغنیزو پروژو د پرانيستې خبر ورکوي. د دغه پوهنتون اداري مرستیال سیف الله محمدي وايي، چې په دغو پروژو کې د پوهنتون داخل د ۲۰۰ مترو په اوږدوالي او ۶ مترو په سور یو سړک او د ۲۷ مترو په اوږدوالي او ۱۴ مترو په سور یو پارکېنګ شامل دي، چې په اساسي ډول رغول کېږي.

د دغو پروژو لګښت د لوړو زده کړو وزارت له لوري ورکول کېږي.
ټاکل شوې د دغو پروژو چارې په راتلوونکو ۲ میاشتو کې بشپړې شي. د پکتیا پوهنتون مسئولین پیل شویو پروژو ته خوښ دي او وایي، چې په دغه پوهنتون کې لا زیاتو رغنیزو پروژو پلې کېدو ته اړتیا ده.