افغانستان

عزیزي:  د افغانستان تاریخي آبداتو او آثارو ته دې له نړیوالو سره په ګډه کار وشي

د اطلاعاتو کلتور وزارت د هنر او کلتور مرستیال مولوي عتیق الله عزیزي د یونسکو سازمان مشر برینډن، پروفیسوره لودا مریلا او پروفیسور هنز چې د ایتالیې هېواد فلورانس پوهنتون کې استادان او د مدیریتي پلان جوړولو متخصصین دي په خپل کاري دفتر کې وکتل.

په دغه کتنه کې د مدیریتي پلان جوړونې متخصصه او د فلورانس پوهنتون استادې لودا مریلا لخوا د هنر او کلتور مرستیال ته د بامیانو ولایت استراتیژیک ماسټر پلان وسپارل شو، چې له ۲۰۱۸ کال راهیسې د ښار جوړونې وزارت سره په ګډه یې پرې کار کړی دی.

مریلا په دې ماسټرپلان کې د بامیانو ولایت د راتلونکي پراختیایي پروژو او د تاریخي سیمو او آبداتو د ساتنې په اړه معلومات وړاندې کړل.

ورته مهال د هنر او کلتور مرستیال مولوي عتیق الله عزیزي وویل، چې د بامیانو ولایت یاد ماسټر پلان د عملي کېدو لپاره به لومړی د ذیدخلو وزارتونو او ادارو لخوا یوه ګډه کمېټه وټاکل شي او تر څېړنو ورسته به یې د عملي کېدو لپاره جدي اقدامات ترسره شي،

عزیزي د یادو متخصصینو راتګ د هېواد د تاریخي آبداتو او آثارو د ساتنې په برخه کې ګټور وباله او غوښتنه یې وکړه، چې له سیاست پرته باید د افغانستان تاریخي آبداتو او آثارو ته له نړیوالو سره په ګډه کار وشي.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *