فرهنگی

د کوژدې او خوړې د مراسمو دود

لکه څنګه چې مونږ ټول شکر الحمدلله مسلمانان یو او په یوې اسلامی ټولنه کې ژوند کوو او په پاک الله «ج» مو ایمان راوړی او د جناب حضرت محمد مصطفی صلی الله علیه وسلم د سپیڅلې طریقې  په پرمخ وړلو کې ځانونه ژمن ګڼو، همداشان نکاح هم د پیغمبر صلی الله علیه وسلم د سنتونو څخه یو سنت دی چې هرمومن مسلمان ځان ددغه سنت په عملي کولو کې مکلف ګڼي، چې په دې اړوند د ګران هیواد په بیلا بیلو سیمو کې د میشت قدرمنوهیوادوالو ترمنځ دود او دستور یو له بل سره یوشان او یا هم سره په لږ توپیر کې پرمخ وړل کیږي.

شاه محمود درویش

لومړی برخه

لکه څنګه چې مونږ ټول شکر الحمدلله مسلمانان یو او په یوې اسلامی ټولنه کې ژوند کوو او په پاک الله «ج» مو ایمان راوړی او د جناب حضرت محمد مصطفی صلی الله علیه وسلم د سپیڅلې طریقې  په پرمخ وړلو کې ځانونه ژمن ګڼو، همداشان نکاح هم د پیغمبر صلی الله علیه وسلم د سنتونو څخه یو سنت دی چې هرمومن مسلمان ځان ددغه سنت په عملي کولو کې مکلف ګڼي، چې په دې اړوند د ګران هیواد په بیلا بیلو سیمو کې د میشت قدرمنوهیوادوالو ترمنځ دود او دستور یو له بل سره یوشان او یا هم سره په لږ توپیر کې پرمخ وړل کیږي.

پردې بنسټ زه غواړم د لغمان ولایت د الیشنګ ولسوالۍ میشت هیوادوالو کې د ځوانانو او پیغلو نجونو د کوژدې او خوړې د مراسمو په دود او دستور یوڅه رڼا واچوم :

له شک پرته دا یورښتینی واقعیت دی کله چې په یوې کورنۍ کې هلک ځوان او انجلۍ پیغله شي، نو په ضروري توګه دهغه کورنۍ مشران چې عبارت دهغې له پلار او مور څخه دي، ددې لپاره چې په راتلونکې کې یې خپل اولادونه له ګمراهۍ څخه ژغورلي وي، نو په لومړي قدم کې د خپل ځوان زوې لپاره د یوې ښې کورنۍ او ښې انجلۍ په لټه کې کیږي او همداشان که چیرې د دوی لورته هم د بل چا لخوا څوک په مرکه ورشي نو دهغې منلو ته هم په بشپړه توګه غاړه اږدي، البته د پیغلې انجلۍ په هکله زیاتره ځوانان دي چې خپله خوښه څرګندوي ترڅو د دوی کورنۍ د انجلۍ کورته په جرګه (رویباري) ورشي، خو بیا ځینې وخت داسې هم کیږي چې د هلک  لپاره د هغه پلار، مور، خویندې او… کومه انجلۍ خوښوي او بیا ورته په جرګه ورځي، چې په لومړي قدم کې خو یوازې د هلک مور او یا هم څو نورې ښځینه دوستان د انجلۍ کورته ورځي او د انجلۍ له مورڅخه د خپل د زوی او د هغې د لور د کوژدې په هکله یادونه کوي چې په دې اړوند د انجلۍ مورهم سم دلاسه ځواب نه ورکوي او وایي چې مونږ به په دې اړوند مشوره وکړو او دهلک مور هم وایي چې مونږ یوځل نه بلکې څوڅو ځلې ستاسو کورته د راتلو نیت لرو، او ترهغه چې زمونږ خبرې ته هو وکړئ، یعنې چې مثبت ځواب ووایئ؛ دهغې نه وروسته د انجلي مور دغه خبره د کورنۍ له مشرانو سره مطرح کوي چې دهغې نه وروسته نوموړی هلک له هره پلوه د انجلۍ د کورنۍ د غړو لخوا په هراړخیزه توګه څیړل کیږي، چې کله یې په نوموړي هلک کې کوم منفي څه تر نظره نه شول او په دې د دوی هوکړه وشوه چې د هلک دکورنۍ لخوا وړاندیځ شوې مرکه دوی ته د منلو وړ ده، نو بیا کله چې د هلک مور د دوی کورته راغله نو دانجلۍ د مور لخوا ورته ویل کیږي چې ستاسو مرکه مومنظوره ده کولی شئ چې خپل نارینه را ولیږئ، چې له هغې څخه وروسته د هلک پلار، کاکا، ماما، ورونه او ځینې نوردوستان دشپې یا هم د ورځې لخوا د انجلۍ کورته معمولاً د ډوډۍ خوړلو نه وروسته ورځي او د انجلۍ د کورنۍ لخوا هم ځینې نږدې دوستان رابلل کیږي، چې د چای د څښلو په وخت کې د هلک پلار د نوموړې خبرې یاددښت کوي، چې د مشرانو د ټوکو ټکالو په ویلو مجلس نورهم د خوښي رنګ اخلي، چې د هغې نه وروسته یو دستمال چې د هغې په منځ کې پخوا به خلکو توت او چارمغز ایښودل او اوس په کې شیریني یا چاکلیټ ایښودل کیږي، چې هغه په یو ښکلي دستمال کې په منظم ډول تاوه وي او بیا یې په یو بشقاب کې چې هغه هم په پطنوس کې ایښودل شوی وي، دیوې نښې په توګه د هلک پلارته ورکوي، چې نوموړی دستمال د هلک دپلار یا ورور لخوا اخیستل کیږي او دهلک پلار بیا ددې لپاره چې پطنوس خالي پاتې نشي، یو څه اندازه نقدې پیسې په هغې کې اږدي چې له هغه نه بعد بیا په حاضروکسانو باندې هم یوڅه شیریني ویشتل کیږي، چې په دې اړوند ټول د هلک پلار او ورونو ته مبارکی وایي.

پاتی لری

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

همچنین ببینید
بستن