د ټولګټو وزارت د سرپرست محترم الحاج ملا محمد عیسی ثاني د لار ښوونې په اساس د ټولګټو وزارت ولایتي پرسونل د هېواد په بیلا بیلو برخو کې د سړکونو او لویو لارو د پاکولو په موخه
بشپړ چمتو والی لري او هڅه کوي چې هېواد والو ته د تګ راتګ په برخه کې آسانتیاوې رامنځ ته کړي.
پنجشیر: د یاد ولایت د ټولګټو ریاست پرسونل د پسرلني پلان له مخې د پارخ سیمې – پریان ولسوالۍ سړک رسوبي مواد پاک شول.
سمنګان: د یاد ولایت دټولګټو ریاست پرسونل د دره صوف پایان – مزار شریف سړک چې د تیرو سیلابونو له امله د سړک مخې ته رسوبي مواد را وتلي وو دا مهال پاک کاري او شته ترانسپورتي ستونزې هوارې شوې.
لغمان: د یاد ولایت اړوند د مهترلام – سرخکان او مهتر لام –علي شنګ مسیرونه د وروستیو ورښتونو او سلابونو له امله ویجاړ شوي وو چې دا مهال یې د یاد ولایت د ټولګټو ریاست پرسونل لخوا پاک شول.
دغه راز د کابل ولايت د ټولګټو ریاست پرسونل لخوا د کابل –میدان ښار لویې لارې پاک کول د کمپنۍ له بازار څخه تر ۸ کیلو مترۍ پورې پاکه شوه.
د ټولګټو وزارت تل هڅه کوي چې هېواد والو او ملي سوداګرو د ترانسپورتي ستونزو د حل په موخه لویې لاری او سړکونه ترمیم او پاک کاري کړي.