د ګردیز- زرمت سړک د جوړولو چارې پيل شوې
د پکتیا ولایت مرکز ګردیز او زرمت ولسوالي ترمنځ غځیدلي سړک د جوړولو چارې پیل شوې.
د پکتیا ولایت مرکز ګردیز او زرمت ولسوالي ترمنځ غځیدلي سړک د جوړولو چارې پیل شوې.
په دې مراسمو کې د اوبو او انرژي سرپرست وزیر ملا عبداللطیف منصور، د کورنیو چارو وزارت معین مولوي محمد نبي عمري، د ټولګټو چارو وزارت معین مولوي عبدالکریم فاتح، د پکتیا والي او ګڼو نورو ځایي مسئولینو ګډون کړی و.
په یادو مراسمو کې چارواکو ژمنه کړې، چې د خپلو مسئولیتونو، امکاناتو او متوازن انکشاف په چوکاټ کې به د سیمې لپاره د نورو ټولګټو پروژو د پلي کولو لپاره هم هڅې وکړي، ترڅو خپلو هېوادوالو ته د هوسا او ښه ژوند شرایط برابر شي. د سیمې اوسیدونکو او قومي مشرانو د یادې پروژې د چارو له پیلولو خوښي ښودلې او ویلي یې دي، چې د دې پروژې په سر ته رسېدلو سره به د سیمې د خلکو په ټولنیز او اقتصادي ژوند کې د پام وړ مثبت بدلون رامنځته شي.
یاد سړک د هېواد له مهمو سړکونو څخه دی، چې د زرمت پر ولسوالي سربېره د روحاني بابا ولسوالي، غزنی او پکتیکا ولایتونه د پکتیا ولایت له مرکز ګردیز سره نښلوي.