فرهنگی

د حضرت عُمر(رض) کرامت د (يا ساريه! الجبل) عجیبه کیسه

هلته په يوه کوچنۍ منطقه کي چي (داربِجَرد) ور ته ويل کېده: يوه عجبه واقعه پېښه شوه، هغه دا چي دارِبَجَرد يوه منطقه وه چي د مسلمانانو يو کوچنئ لښکر د ساريه بن زُنَيم الکناني(رضي الله عنه)  په قوماندانۍ ورغلى ؤ او هلته يې د هغو خلکو سره جنګ شروع شو، دغه جنګ په دښته کي او و غرو ته نژدې ؤ، جنګ ډير شديد سو، فارسيانو د کُرديانو څخه کومک و غوښت، کُرديانو هم يو پوره لښکر د فارسيانو د کومک دپاره را ولېږى.

 

هلته په يوه کوچنۍ منطقه کي چي (داربِجَرد) ور ته ويل کېده: يوه عجبه واقعه پېښه شوه، هغه دا چي دارِبَجَرد يوه منطقه وه چي د مسلمانانو يو کوچنئ لښکر د ساريه بن زُنَيم الکناني(رضي الله عنه)  په قوماندانۍ ورغلى ؤ او هلته يې د هغو خلکو سره جنګ شروع شو، دغه جنګ په دښته کي او و غرو ته نژدې ؤ، جنګ ډير شديد سو، فارسيانو د کُرديانو څخه کومک و غوښت، کُرديانو هم يو پوره لښکر د فارسيانو د کومک دپاره را ولېږى.

نو دغه دوه لښکره چي یو لښکر د فارسيانو ؤ او بل د کُرديانو ؤ د ساريه(رضي الله عنه)  د کوچني لښکر په مقابل کي جنګيږي او حمله يې پر وکړه، جنګ شديد سو او قريبه وه چي ساريه(رضي الله عنه)  د خپله لښکره سره محاصره کړل سي او شکست وخوري، په دغه وخت کي چي هلته دغه شدید جنګ روان دى حضرت عُمر(رضي الله عنه)  په مدينه منوره کي د جمعې د ورځي خطبه ویل، خطبه یې پرېښوول او د خطبې په منځ کي یې ناري کړه:

(يا ساريه! الجبل) دغه ناره یې دوه درې واره تکرار کړه او بیرته یې په هغه خپله خطبه شروع وکړه، ځيني کسانو یو د بله سره وکتل او ویل سړﺉ لېونی سو، پسله خطبې او لمانځه څخه عبدالرحمْن بن عوف(رضي الله عنه)  چي د حضرت عمر(رضي الله عنه)  سره یې بېله تکلیفه خبري کولې ورغلی او حضرت عمر(رضي الله عنه)  ته یې و ویل: ډیر ځله زه پر خلکو ستا په باره کي ملامتي وایم او ستا څخه دفاع کوم خو ته داسي کار وکې چي دوی لره پر خپل ځان د خبرو کولو  موقع ورکړې، دا دي اوس څه وکړه چي د خطبې په منځ کي دي ناري کړه (يا ساريه! الجبل) دا اوس څه خبره وه چي تا وکړه؟ حضرت عمر(رضي الله عنه)  و ویل: والله زما خپل ځان په اختیار کي نه ؤ ما دغه د ساریه لښکر لیدی چي د یوه غره سره په جنګ مشغوله ؤ او د کفارو لښکر د شا او مخ له طرفه پر راغلی نو زما څخه بې اختیاره و ویل سوه (يا ساريه! الجبل)

يعني: يا ساريه! د غره و طرف  ته ولاړ سه په دښت کي مه درېږه.

ساريه او هغه مسلمانان چي د ده سره وه د حضرت عُمر(رضي الله عنه)  آواز د آسمان له طرفه اوري چي نارې وهي: {يا ساريه بن زُنَيم! الجبل الجبل} مسلمانان په تعجب کي دي چي دا څنګه ږغ دى؟ آواز د عُمر دى او د آسمان له طرفه ور ته راځي؟ ساريه هم امر وکى چي د غره و طرف ته پر شا ولاړ سى، مسلمانان غره ته ولاړه یو خو یې د شا طرف په غره وساتل سو او هلته يې لښکر هم منظم او مرتب کړى او بيا يې پر کفارو حمله وکړه او کفارو ته یې شکست ورکړى، او بيا يې د دغي فتحي خبر و حضرت عُمر(رضي الله عنه)  ته ور و لېږى، د دغه نفر څخه چي د فتحي خبر يې راوړى ؤ مسلمانانو پوښتني کولې چي آيا تاسي په جنګ کي يو آواز واورېدى؟ هغو ويل هو والله! كفارو د جمعې په ورځ پر موږ حمله وکړه او موږ د زوال پر وخت واورېده چي یو چا دوه واره را ناري کړه :{ يا ساريه! الجبل الجبل} موږ په تعجب کي سوو، د عُمر(رضي الله عنه)  آواز مو د آسمان له طرفه اورېدى چي ويل يې:{ يا ساريه! الجبل الجبل} نو موږ هم د غره و طرف ته ولاړو او پر دښمن مو شدیده حمله وکړه څو الله(جل جلاله) شکست ورکړی.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

همچنین ببینید
بستن