جهان
اوکراين ته د جنګي جټ الوتکو ورکړ تصويب شوه
جرمني د پولنډ هغه غوښتنه تصویب کړه، چې وکړای شي په جرمني کې جوړ شوې ۵ میګ-۲۹ ډوله جنګي جټ الوتکې اوکراین ته ولېږي.
جرمني د پولنډ هغه غوښتنه تصویب کړه، چې وکړای شي په جرمني کې جوړ شوې ۵ میګ-۲۹ ډوله جنګي جټ الوتکې اوکراین ته ولېږي. د جرمني دفاع وزارت وېیلي، د دغه کار هدف د روسیې د یرغل په وړاندې د اوکراین د هوايي ځواک پیاوړي کول دي. جرمني ته ۲۴ میګ-۲۹ ډوله جټ الوتکې له ختیځ جرمنی د بیا متحدو کېدو پر مهال په ۱۹۹۰م کال کې په میراث پاتې شوې وې. هغه وخت دغه الوتکې په نړۍ کې له پرمختللو جنګي جټ الوتکو شمېرل کېدې. د بحث وړ الوتکې په ۲۰۰۳م کال کې د جرمني لهخوا پولنډ ته ورکړل شوې وې.