مولوي عبدالکبير: اسلامي امارت د هېڅ ډول قومي، سمتي، نژادي او مذهبي تعصب اجازه نه ورکوي
د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر نن د پکتیا ولایت د زرمت ولسوالۍ له یو شمېر قومي مشرانو او مخورو سره په کتنه کې وويل چې اسلامي امارت د هېڅ ډول قومي، سمتي، نژادي او مذهبي تعصب اجازه نه ورکوي.

یادو قومي مشرانو په دې کتنه کې
د اسلامي امارت او ولسونو ترمنځ د ښه تعامل او نږدېوالي ستاینه وکړه او ویې ویل چې د اسلامي امارت په راتګ سره د خلکو پر مخ د دولتي ادارو دروازې پرانیستل شوې او خلک خپلې ستونزې له مسؤولینو سره شریکوي.
هغوی له اسلامي نظام څخه د خپل ملاتړ او د همکارۍ ډاډ ورکولو ترڅنګ د خپلې سیمې یوشمېر ستونزې هم د ریاست الوزراء له سیاسي مرستیال سره شریکې کړې.
په ورته وخت کې د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال په ياده کتنه کې وویل چې اسلامي امارت چاته د تکلیف رسولو طرفدار نه دی او هېڅ ډول قومي، سمتي، نژادي او مذهبي تعصب ته اجازه نه ورکوي.
نوموړي زياته کړه، چې اسلامي نظام د ټولو افغانانو هیله وه او اوسنی نظام د پراخو قربانیو او زحمتونو پايله ده، چې په ساتنه کې یې هم باید ولسونه همکاري وکړي.
د رياست الوزرا سياسي مرستيال د زرمت ولسوالۍ قومي مشرانو ته ډاډ ورکړ، چې اړوندو مسوولینو ته به يې د ستونزو د حل لپاره لازمې سپارښتنې وکړي.