افغانستان

پاکستان شاوخوا شپږ ۷ سوه افغان کډوال خپل هېواد ته را وشړل

په تورخم کې ځایي چارواکي وایي، چې د دغې دروازې له لارې د تېرې یوې اوونۍ په ترڅ کې ۱۱۷ بې اسناده کورنۍ افغانستان ته را شړل شوي دي.

په تورخم کې ځایي چارواکي وایي، چې د دغې دروازې له لارې د تېرې یوې اوونۍ په ترڅ کې ۱۱۷ بې اسناده کورنۍ افغانستان ته را شړل شوي دي.
د دوی په خبره یادو کورنیوو کې ۳۲۲ تنه نارینه او ۳۲۵ تنه ښځینه موجود وو، چې ټول شمېر یې ۶۴۷ تنو ته رسېده.
تورخم کې د انتقالاتو سرپرست امر بخت جمال ګوهر په وینا نوموړې کورنۍ د تورخم بندر له لارې د هېواد بېلابېلو ولایاتو ته را ستانه شوي دي.
د ده په خبره له دغو کورنیو ننګرهار ته ۶۱، چې ۱۶۹ یې نارینه او ۱۶۰ یې ښځینه دي، همدارنګه کنړ ولایت ته ۹۱، بغلان ته ۵۷، پکتیا ته ۱۸، کندوز ته ۳۵، لغمان ته ۴۴، بلخ ته ۱۲، خوست ته ۱۱، پروان ته ۱۲، لوګر ته ۷ او مېدان وردګو ته دوه تنه راستانه شول.
سرچینه زیاتوي، چې همدې موده کې له پاکستان هېواد څخه افغانستان ته پر دغو شړل شویو کورنیو سربېره ۵۸ تنه نور افغانان هم هېواد ته شړل شوي.
پاکستان په وروستیو کې بیا له افغان کډوالو سره په مختلفو پلمو ناوړه چلند زیات کړی.
افغان کډوال شکایت کوي، چې د مهاجرت د ملاتړ نړیوال سازمانونه یې د حقونو ملاتړ نه کوي.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *