جهان
پاکستان کې د اورګاډي چپه کېدو پېښه کې درنه مرګ ژوبله رسېدلی
پاکستان کې چارواکي وايي، د یوه اورګاډي د اوښتو پېښه کې ۳۰ کسان وژل شوي او ۵۴ نور ټپیان دي، ښايي مرګ ژوبله نوره هم لوړه شي، دغه پېښه د پاکستان د سېند ایالت په شنغر ولسوالۍ کې شوې او دا اورګاډی له کراچۍ نه حویلیو سیمې ته روان و.
پاکستان کې چارواکي وايي، د یوه اورګاډي د اوښتو پېښه کې ۳۰ کسان وژل شوي او ۵۴ نور ټپیان دي، ښايي مرګ ژوبله نوره هم لوړه شي، دغه پېښه د پاکستان د سېند ایالت په شنغر ولسوالۍ کې شوې او دا اورګاډی له کراچۍ نه حویلیو سیمې ته روان و. پېښه هغه مهال رامنځ ته شوې چې د هزاره اېکسپرېس په نامه اورګاډی له خپلې لیکي ووت او چپه شو. ګڼ شمېر خلک د مرستې لپاره ورټول شوي وو. په پاکستان کې کله نا کله د ناسمو لیکو او په اورګاډو د تخنیکي ستونزو له امله دغه ډول پېښې رامنځ ته کېږي.