کورنیو چارو وزارت؛ له امریکايي اشغاله د خپلواکۍ دویمه کلیزه ونمانځل شوه
کورنیو چارو وزارت کې تېره ورځ د اسد ۲۴مه له امریکايي اشغاله د خپلواکۍ او پلازمېنې کابل ته د مجاهدینو د راتګ دویمه کلیزه ونمانځل شوه.
کورنیو چارو وزارت کې تېره ورځ د اسد ۲۴مه له امریکايي اشغاله د خپلواکۍ او پلازمېنې کابل ته د مجاهدینو د راتګ دویمه کلیزه ونمانځل شوه.
په دې غونډه کې د کورنیو چارو سرپرست وزیر الحاج خلیفه سراج الدین حقاني، د امربالمعروف سرپرست وزیر شیخ محمد خالد حنفي او ګڼو نورو چارواکو ګډون کړی و.
د کورنیو چارو سرپرست وزیر ټولو مشرانو، د شهیدانو کورنیو او افغان ولس ته د اسد د ۲۴مې د بریا مبارکي ورکړې او ویلي یې دي؛ که څه هم د اشغال خاتمې او د نړیوالو حشر د ماتې تصور سخت وو، خو د مجاهدینو سپېڅلې ارادې او سرښندنو د دې کاروان د شهیدانو او مسلمه امت دا ستر ارمان پوره او هېواد د اشغالګرو له منګولو خلاص کړ.
خلیفه سراج الدین حقاني زیاته کړې، چې د اسلامي امارت موخه له خپلې خاورې ننګه او دفاع کول دي او نړۍ باید د اسلامي امارت پر وړاندې د ستونزو رامنځته کولو پرځای د تعامل لاره غوره کړي.
ښاغلي حقانی د جهادي ډګر د شهیدانو قربانۍ ستایلې او له غربي ښکېلاک څخه د هېواد د خلاصون ویاړ یې هغو شهیدانو ته ور بښلی، چې نن تر خاورو لاندې دي.
د کورنیو چارو سرپرست وزیر ټینګار کړی، چې هېواد کې د بښنې او یووالي باب پرانیستل شوی او په کور دننه د جګړې لپاره هېڅ پلمه نه ده پاتې.
نوموړي افغانان یووالي ته را بللي او له ولسونو یې غوښتي، چې بیداره و اوسي.
د خلیفه سراج الدین حقاني په وینا؛ د اسلامي امارت مسئولین د موقف غوښتونکي نه دي خو چاته اجازه نه ورکوي چې فساد او اختلافات رامنځ ته کړي.
دغه راز د ستونزو د حل د څرنګوالي په اړه د نظر اختلاف شته، خو د ټولو ګډ هدف یو باثباته، متحد افغانستان دی. زمونږ اتفاق زمونږ د بقا ضمانت کوي.
د یادولو وړ ده، چې په بېلا بېلو وزارتونو او د هېواد په ټولو ولایتونو کې د اسد ۲۴مه له امریکايي اشغاله د خپلواکۍ او پلازمېنې کابل ته د مجاهدینو د راتګ دویمه کلیزه په شانداره مراسمو ونمانځل شوه.