افغانستان

ملا عبدالواسع:   اسلامي امارت کې توپیري چلند شتون نه لري

د ریاست الوزرا د دفتر لوی رئیس ډاکټر ملا عبدالواسع د لوګر احمدزیو قوم له یو شمېر مشرانو او متنفذینو سره لیدنه کړې.

 

د ریاست الوزرا د دفتر لوی رئیس ډاکټر ملا عبدالواسع د لوګر احمدزیو قوم له یو شمېر مشرانو او متنفذینو سره لیدنه کړې.

د ریاست الوزرا د دفتر لوی رئیس؛ د سیاسي او ولسي چارو رئیس، یادو مشرانو او متنفذینو ته د ښه راغلاست پر مهال ویلي، اوس زموږ ولسونه د ډامن امنیت په فضا کې په ټول هېواد کې هوسا ژوند لري او ورځنۍ چارې یې په ښه ډول روانې دي.

نوموړي زیاته کړې؛ موږ د امکان تر حده هڅه کوو، چې د هېواد په هره برخه کې د افغانستان د ټولو ولسونو ستونزو ته رسېدنه وکړو.

قومي مشرانو له اسلامي امارت څخه د خپل ملاتړ پر څرګندولو ویلي، د خوښۍ ځای دی چې موږ خپلې ستونزې او غوښتنې له تاسې سره شریکوو.

مخورو د سړکونو د بیا رغاولو، د څښاک د پاکو اوبو

برابرولو، د سېلابونو له امله د رامنځته شویو ویجاړیو جوړولو، د موسسو د مرستو راجلبولو او یادې ولسوالۍ ته د لازیاتې پاملرنې په برخو کې خپلې غوښتنې او وړاندیزونه د ریاست الوزرا لوړ مقام د دفتر له عمومي رئیس سره شریک کړي.

ډاکټر ملا عبدالواسع اسلامي امارت سره د یادو قومي مشرانو له همکارۍ په مننې ویلي، په تېرو ۲۰ کلونو کې د اسلامي نظام برقرارۍ د ټولو ستر هدف وو.

نوموړي څرګنده کړې؛ اسلامي نظام د قربانیو په پایله کې رامنځته شوی، چې ساتنه او پالنه یې لا زیاتو هڅو او قربانیو ته اړتیا لري.

د ریاست الوزرا د دفتر لوی رئیس په وینا، په اسلامي امارت کې تبعیض شتون نه لري او د هېواد په هره برخه کې که زموږ مظلوم ولسونه ستونزې ولري، اسلامي امارت یې د حل په موخه لازمې هڅې کوي.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *