افغانستان

د بغلان استازو له حکومته د آبادۍ کارونو غوښتنه وکړه

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال او کفيل مولوي عبدالکبير پرون د بغلان ولایت له یو شمېر ديني عالمانو او قومي مخورو سره په سپېدار ماڼۍ کې وکتل.

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال او کفيل مولوي عبدالکبير پرون د بغلان ولایت له یو شمېر ديني عالمانو او قومي مخورو سره په سپېدار ماڼۍ کې وکتل.

یادو ديني عالمانو او مشرانو د اسلامي امارت پر بیا واکمنېدو خوښي څرګنده کړه او ويې ویل چې د اسلامي نظام په بيا واکمنۍ سره په ټول هېواد کې د سولې او پرمختګ ټغر غوړېدلی دی.

دوی همدارنګه زیاته کړه، چې افغانان د اسلامي امارت له لوري د هېواد آبادي غواړي او د همدې موخې لپاره ولسونه هم له حکومت سره همکارۍ ته لېواله دي.

يادو مشرانو او ديني عالمانو په بېلابېلو برخو کې د ياد ولايت د خلکو د ستونزو د حل په موخه عریضې د ریاست الوزرا له مقام سره شریکې کړې.

په ورته وخت کې د رياست الوزرا سياسي مرستيال او کفيل‏ په دغه کتنه کې وويل چې اسلامي امارت د هېواد بیارغونه خپل مسئولیت ګڼي او همدې موخې ته د رسېدو لپاره شپه او ورځ کار روان دی.

نوموړي زياته کړه، چې اسلامي امارت به د ټولو قومونو غوښتنو ته رسیدګي وکړي او د شته امکاناتو پر مټ به یې ستونزې حل کړي.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *