گزارش

په ننګرهار کې له غیر مسلکي ډاکټرانو څخه د خلکو شکایت

په ننګرهار کې عام خلک شکایت کوي چې په ښار او ولسوالیو کې غیر مسلکي ډاکتران او روغتیایي مرکزونه فعالیت کوي، چې نه یوازې جواز نه لري بلکې خلکو ته یې د ګټې پر ځای تاوان ډېر دی.

په ننګرهار کې عام خلک شکایت کوي چې په ښار او ولسوالیو کې غیر مسلکي ډاکتران او روغتیایي مرکزونه فعالیت کوي، چې نه یوازې جواز نه لري بلکې خلکو ته یې د ګټې پر ځای تاوان ډېر دی.

د ننګرهار په مرکز او یو شمېر ولسوالیوو کې غیر مسلکي ډاکترانو او دغه راز د نا راجستر شویوو روغتیایي مرکزونو او درملتونونو فعالیت د خلکو اندېښنې راپارولې دي.

د دغه ولایت د شینوارو ولسوالۍ اوسېدونکی الفت وایې، چې  دعامې روغتيا رياست د نه څار له امله په جلال اباد ښار او لرې پرتو سيمو کې غير مسلکي کسانو ته هم د ډاکټر کېدو زمينه برابره شوې ده.

نوموړی زیاتوي په ځینو سیمو کې زیاتره ډاکتران مسلکي نه دي او د مسلکي ډاکټرانو د فعاليتونو مخه يې ډب کړې ده.

«دلته داسې درملتونونه شته چې جوازونه نه لري او ځینې داسې کسان هم شته چې له دوه کلن نرسنګ، یا طبي ټکنالوژۍ فارغ وي، خو دلته بیا د هر ډول مرض تشخیص کوي او ځینې داسې بې کیفیته درمل ناروغ ته ورکوي چې د لنډ مهال لپاره ناروغ ښه کړي؛ خو وروسته ورته نورې ناروغۍ پیدا کوي نو له روغتیایي مسولینو غواړو چې د دې کار مخنیوی وکړي.»

ځینې نور بیا له روغتیایي چارواکو غوښتنه کوي، چې په ښار او ولسوالیو کې دې په درملتونونو او شخصي روغتیایي مرکزونو څار ډیر کړي څو د بې کیفیته درملو د پیر او پلور مخنیوی وشي.

د جلال اباد ښار اوسیدونکی ګل محمد وایې:

«که په ښار کې وي او یا کلي کې دا تاریخ تیري درمل خرڅیږي ، غوښتنه کوو چې د دې تاریخ تیرو درملو مخینوی وکړي ځکه خلکو ته یې د ګټې پر ځای تاوان ډیر دی.»

بلخوا د ننګرهار روغتیایي چارواکي هم مني چې د دغه ولایت په ځينو سیمو کې غیر مسلکي ډاکتران او له جواز پرته درملتونونه فعالیت کوي.

د دغه ولایت د عامې روغتیا رئیس ډاکتر محمد رحیم قلندرزي کلید ته وویل چې د یادې ستونزې د حل لپاره یې یو ځانګړی کمیسیون فعالیت کوي چې په ښار او ولسوالیو کې یې په زیات شمیر هغه روغتیایي مرکزونه تړلي چې جوازونه یې نه درلودل او فعالیت یې غیر قانوني وو.

« د عامې روغتیا ریاست د برسۍ ټیم هره ورځ هغه روغتیایي مرکزونه او درملتونونه چې جواز نه لري، هغه مهر لاک کوي او هغه کسان چې نرسنګ یې ویلی وي او هلته یې دوا خانه خلاصه کړې وي نو مونږ د خلکو روغتیایي ستونزو دحل په موخه هغوی ته د کار اجازه ورکوو.»

که څه هم روغتیایي چارواکي وایې، چې خپل خدمات یې د ننګرهار ټولو ولسوالیو ته غځولي، خو لا هم په ځینو لرې پرتو سیمو کې خلک شکایت کوي چې له روغتیایي خدماتو بې برخې او ډیر کله ناروغان خپل ژوند له لاسه ورکوي.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *