افغانستان

سږ کال په ننګرهار کې ۵۱۶ ټنه ممپلي راټول شوي

د افغانستان په ختیځ ننګرهار ولایت کې کروندګرو او سوداګرو ويلي؛ د تېر کال په پرتله د ممپلیو په حاصلاتو کې د تېرکال پر پرتله ډېروالی راغلی دی. سیمه ییزو مسوولینو څرګنده کړې؛  سږ کال د ننګرهار په بېلابېلو ولسوالیو کې پر ۲۴۰ هکتاره ځمکه کرل شویو ممپلیو ۵۱۶ ټنه حاصل ورکړی دی.

کروندګر او سوداګر ويلي: خوښ دي، چې حاصلات يې لوړ شوي او ځايي بازار يې هم ښه دى؛ خو دوی وايي هیله من دي، چې ډېر ژر به خپل تولیدات صادر کړي.

د ننګرهار د کرنې ریاست چارواکي وايي: په دغه ولایت کې د ممپلیو کښت  ډېر شوی؛ د راټولولو، وریتولو او پروسس سیستم یې هم ښه شوی دی. په جلال آباد ښار کې خلکو ته د کار د زمینې د برابرولو لپاره ګڼې بټۍ جوړې شوي دي.

ویل کیږي؛ د کرنې او اقتصاد وزارتونو له لارې هڅې روانې دي، چې په بهرنيو هېوادونو کې تازه او وچو مېوو ته بازار پيدا شي.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *