فرهنگی

په ننګر هار کې د هندوانو تاریخي بازار د ړنګېدو له ګواښ سره مخ دی

ځايي قومي مشران او اوسېدونکي یې وایي دا بازار په خپل وخت د راکړې ورکړې تر ټولو لوی ځای وو، خو اوس د ړنګېدو په حال کې دی چې رغېدو ته اړتیا لري.

ځايي قومي مشران او اوسېدونکي یې وایي دا بازار په خپل وخت د راکړې ورکړې تر ټولو لوی ځای وو، خو اوس د ړنګېدو په حال کې دی چې رغېدو ته اړتیا لري.

د ننګرهار په لعلپورې ولسوالۍ کې د هندوانو او سکهانو له لوري جوړ شوی تاریخي بازار د ړنګېدو له ګواښ سره مخ دی.

دا بازار په یاده ولسوالۍ کې د کابل سیند ترڅنګ کابو ۲۰۰ کاله وړاندې جوړ شوی دی.

د لعلپورې ولسوالۍ اوسېدونکی ۸۰ کلن حاجي سپین محمد او ۵۰ کلن عبدالله وايي دا بازار ۷۲ هټۍ لري او يو مهال د شاوخوا سيمو د اوسېدونکو لپاره تر ټولو ستر بازار و.

(( دې ته له ډېرو ليېو سیمو خلک راتلل ، ډکې، سمڅو او نورو سیمو نه دا هغه مهال یو لوی بازار وو او اوس اړتیا ده چې جوړ شي.))

(( دا شاوخوا ۱۵۰ تر ۲۰۰ کاله تاریخ لري دا یو غټ بازار دی باید بېرته جوړ شي چې ړنګ نشي یو تاریخ دی.))

بازار ته په ورتګ کې مو ولیدل چې لرګينې دروازې، ستنې او د چت لرګي یې اوس هم په پخوانۍ بڼه پاتې دي، خو د یادې سیمې اوسېدونکی بېلتون وایي په دې سیمه کې د هندوانو درمسال په بشپړ ډول لمنځه تللی دی.

(( دا مونږ ته په زوړ شکل جوړ شي، ځکه پخواني شکلونه دا اوسني دوکانونه نوې نقشه ده او دا باید په زړه نقشه جوړ شي چې زاړه یادونه او تاریخونه مونږ ته بېرته پاتې شي.))

د ننګرهار د اطلاعات او کلتور ریاست مسوولین بیا ډاډ ورکوي چې ټولې هغه تاريخي سيمې او ودانۍ به ورغوي چې د ړنګېدو له ګواښ سره مخې دي.

د ننګرهار د اطلاعات او کلتور رئیس قاري نورمحمد حنیف وایي:

((لعلپوره کې وجود لري، او هلته کوم دوکانونه چې دي پخواني آثار لري نو ان شاء الله مونږ دا پلان لرو چې دا د یونسکو او زمونږ وزارت سره ثبت کړو او ورغوو.))

د تېرو جګړو پرمهال په ننګرهار کې د افغان هندوانو او سيکهانو په زیاته اندازه ځمکې غصب شوې، خو سره له دې چې دوی ډېرې هڅې وکړې خپلې ځمکې یې د غاصبینو له واکه ونه شوې ژغورلی او نه هم هغه مهال حکومت ورسره لازمه مرسته وکړه.

خو اوس په ننګرهار کې د هندوانو او سکهانو له ډلې یو هم نه دي پاتې او ټول له هېواده وتلي دي.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

همچنین ببینید
بستن