افغانستان

د ریاست الوزراء کفيل او سیاسي مرستیال: اسلامي امارت د ولس همکاري او قربانۍ نه هېروي

د ریاست الوزراء کفيل او سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر پرون د ننګرهار ولایت د کوټ ولسوالۍ له یو شمېر دیني عالمانو او قومي مشرانو سره وکتل.

د ریاست الوزراء کفيل او سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر پرون د ننګرهار ولایت د کوټ ولسوالۍ له یو شمېر دیني عالمانو او قومي مشرانو سره وکتل.

ارګ په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې په دې کتنه کې مولوي شمس الحدید او قاري خلیل د نورو په استازولۍ خبرې وکړې او ويې ویل، افغان ولس د هر ظالم او مکار دښمن په ماتولو کې خپل مسلمان ورور ته دروازه خلاصه کړې او د اسلامي نظام په راوستلو کې یې هر ډول قربانۍ ورکړي او د ساتنې لپاره یې ولسونه لا ډېرو قربانیو ته چمتو دي. دوی د کوټ ولسوالۍ یو شمېر ستونزې او وړاندیزونه هم د ریاست الوزراء له کفيل او سیاسي مرستیال سره شریک کړل.

ورته مهال د ریاست الوزراء کفيل او سیاسي مرستیال له دوی څخه د مننې ترڅنګ وویل، اسلامي امارت د ولس همکاري او قربانۍ نه هېروي او په همدې خاطر د ولس د سوکالۍ، پرمختګ او امنیت لپاره شپه او ورځ خپلې هڅې جاري ساتي.

مولوي عبدالکبیر یادو مشرانو ته ډاډ ورکړ چې ستونزې او مشکلات به یې د اړونده ادارو له لوري حل شي.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *