افغانستان

۱۳۹۳ تنو ته، حرفوي زده‌کړه ورکول کېږي

انیس: د تخنیکي او مسلکي زدکړو ادارې په اډانه کې د اغا خان بنیاد او روپاني موسسې سره په همغږۍ او د همدغو موسسو په مالي او فزیکي ملاتړ د ۱۳۹۳ تنو د‌ حرفوي زده‌کړو په مناسبت پرانستغونډې ترسره شوه.

انیس: د تخنیکي او مسلکي زدکړو ادارې په اډانه کې د اغا خان بنیاد او روپاني موسسې سره په همغږۍ او د همدغو موسسو په مالي او فزیکي ملاتړ د ۱۳۹۳ تنو د‌ حرفوي زده‌کړو په مناسبت پرانستغونډې ترسره شوه.

یاده غونډه چې د نوموړې ادارې لخوا جوړه شوې وه، پکې د یادې ادارې د چارواکو سربېره، د دعوت او ارشاد، اوبو او انرژۍ، پوهنې وزارت او نورو ادارو چارواکو هم ګډون درلود.

د یادې ادارې رئیس مطیع الله هدایت زدکړیالانو ته په خطاب کې و ویلې، چې که له دې زرین چانس څخه ګټه واخلئ، نو په بازار کې به ښه کارونه درته پیدا شي، که ترې سالمه ګټه وانخلئ، نو هسې به مو وخت ضایع کړی وي.

د همدې ادارې د حرفې د ثبت او خامو توکو د تشخیص امر روح الله هوتک د نوموړې برنامې د تطبیق ځای او مالي برخې په اړه معلومات وړاندې کړل، نوموړي و ویل:

د نني پروګرام په مناسبت باندې د روپاني موسسې او اغا خان بنیاد سره د تفاهم په نتیجه کې مونږه هوډ لرو، چې په افغانستان کې د ۴ ولایاتو په جغرافیه کې چې مختلفې ولسوالۍ به هم په بر کې ولري، د کابل په شمول د بغلان، دایکندي، بامیان ولایت او سروبي ولسوالۍ د حرفوي برنامې د تطبیق لړۍ پیلوو. د نوموړي په وینا چې دغو ټولو محصلینو ته یې ۸۱ میلیونه، ۹ لکه او ۴۳ زره او ۶سوه ۹۸ افغانۍ ځانګړې کړي دي، چې د اغا خان بنیاد او روپاني موسسې لخوا ورکول کېږي؛ چې د اغا خان بنیاد ۱۱۰۰ او روپاني موسسې ۲۹۳ کسان تر پوښښ لاندې نیسي. هغه زیاته کړه چې دغو محصلینو ته به د موټر، موټرسایکل، موبایل ترمیم، چرګانو روزلو، مالدارۍ، خیاطي، فلزکاري، د قالینو اوبدلو، لاسي ګنډلو، د میوو او سبزیجاتو پروسس په برخه کې زدکړه ورکړل شي.

ښاغلي هوتک د انیس ورځپاڼې خبریال سره په ځانګړې مرکه کې د لا زیاتو معلوماتو پخاطر و ویلې: په ننۍ برنامه کې چې مونږه له دغو دوو نهادونو سره لرله، د تفاهم له لارې دوی د حرفې د تدریس په برخه کې له مونږ سره مالي او فزیکي همکاري کوي. دوی ترینر ته معاش ورکوي او د ورکشاپونو د تجهیز په برخه کې مونږ ته خام مواد اخلي او په کابل کې هر في شاګرد ته ۶۴۰۰ میاشتنی معاش ورکوو. نوموړي په موسساتو غږ وکړ، چې له دوی سره دې په دغه برخه کې مرستې لازیاتې کړي، تر څو ډېر خلک له داسې برنامو څخه برخمن شي. هغه زیاته کړه: د تخنیکي او مسلکي ادارې دا ابتکار وکړ، چې هغه خلک چې بې کاره دي، کوم درآمد نلري، هغوی ته د حرفې او مهارت زدکړه ورکړي، هم به دلته د موسساتو لخوا په مالي برخه کې تمویل شي او هم به په حرفوي زدکړه باندې سمبال شي، چې ځان ته وکولی شي کار پیدا کړي.

د نوموړې ادارې د تحصیلي او تعلیمي چارو رئیس مبشر اغا بیا د یادې ادارې د شالید تر څنګ، د یو ملت د پرمختګ لپاره درې ځانګړې امنیت، دین او تعلیم اړین وبلل او ویې ویل چې دا اداره هم د تعلیم لپاره کار کوي او تر اوسه یې په ۱۰ کالو کې ۱ لک، ۴۵ زره، ۷ سوه او ۶۵ زدکړیالان فارغان کړې دي.

د نوموړو زدکړیالانو له ډلې څخه نصرت الله د دولتي ورځپاڼې له خبریال سره په خپلو خبرو کې له دغې پروسې څخه خوښي وښودله او ویې ویلې، چې امېد لرم چې حکومت دې له دې زدکړو وروسته ځوانانو ته کاري زمینه هم مساعده کړي، ځکه چې مسلک هغه کسان زدکوي چې له درسونو څخه پاتې شوې وي او مسلک زدکول یې د درس ځای نیسي.

نوموړې اداره چې په ۱۳۰۲ کال کې منځته راغلې ده، اوس یوه مستقله اداره ده چې له هیوادوالو سره د تعلیم او تحصیل تر څنګ په مسلکي روزنه کې هم فعالیت کوي، چې اوس مهال څه باندې ۳۷۲ مرکزونه لري او ۸۶ زره متعلمین تر پوښښ لاندې لري.

تاج محمد بهار

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *