افغانستان
په پکتيکا کې د کلدارو راکړه ورکړه بنده شوه
د پکتیکا چارواکو د افغانیو د ترویج په موخه خبرداری ورکړی، چې سر له ننه به د کلدارې کارونه بند او ټوله راکړه ورکړه به پر افغانۍ پيلېږي.
د پکتیکا چارواکو د افغانیو د ترویج په موخه خبرداری ورکړی، چې سر له ننه به د کلدارې کارونه بند او ټوله راکړه ورکړه به پر افغانۍ پيلېږي.
د ياد ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رييس امین حذيفه وېيلي که هر هټيوال له دې وروسته دغه ولايت کې سوداګريزه راکړه ورکړه پر کلدارې وکړي، ۳ ورځې به يې هټۍ تړل کېږي. د هغه په وینا، همداراز پرېکړه شوې چې نظامي او حکومتي مامورين بايد خپل معاشونه پر کلدارې بدل نه کړي او سرغړوونکو ته به سزا ورکول کېږي.
د پکتیکا د اطلاعاتو او فرهنګ رييس زياته کړه چې هټيوال ته به نرخ نامه ټاکل کېږي او صرافان اړ دي چې د هټيوالو د اړتيا وړ افغاني بانک نوټونه برابر کړي.
یو شمېر خلکو دغه پریکړه ستایلې، خو غوښتنه یې کړې، چې بازار ته دې په کافي اندازه افغاني بانک نوټونه ورسول شي.