په بند امیر کې د سیلانیانو لپاره لا زیاتې اسانتياوې برابرېږي
د اطلاعاتو او کلتور وزارت سرپرست ملا خیرالله خیرخواه پرون د بامیانو د اطلاعاتو او کلتور له نوي رئیس مولوي صفي الله رائد سره په کتنه کې د سیلانیانو لپاره د لازمو اسانتیاوو په برابرولو، تاریخي آثارو د ساتنې او کلتوري ارزښتونو په اړه خبرې وکړې.

په دغه کتنه کې د اطلاعاتو او کلتور وزارت سرپرست ملا خیرالله خیرخواه بامیان یو لرغونی ولایت یاد کړ او ویې ویل، چې د نوموړي ټاکنه یې هم د چارو د ښه سمون او پرمختګ په موخه کړې ده.
ملا خیرخواه په دغه ولایت کې تاریخي آثارو د ساتنې، د بند امیر سیمه کې سیلانیانو لپاره د اړینو اسانتياوو د برابرولو او په یاده سیمه کې د دوو هوټلونو د جوړولو ژمنه وکړه.
ورته مهال مولوي صفي الله رائد هم ژمنه وکړه، چې په دغه ولایت کې به د سیلانیانو لپاره د لازمو اسانتياوو برابرولو او تاریخي آثارو د ساتنې او نورو برخو کې د اطلاعاتو او کلتور وزارت د سرپرست ملا خیرالله خیرخواه له لارښوونو سره سم عمل وکړي.
باید وویل شي، چې مولوي صفي الله رائد د بامیانو د اطلاعاتو او کلتور نوی رئیس ټاکل شوی چې ډېر ژر به خپله ډنډه رسماً پیل کړي.