افغانستان

په کندز کې ۱۶۰ زره څارویو ته د لامپي سکین ( پوستکي ناروغۍ) واکیسن کېږي

د کندز د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست مسوولین وايي، چې په دغه ولایت کې FAO موسسې په مالي ملاتړ ۱۶۰ زره څارویو ته د پوستکي ناروغۍ واکیسن ورکول کېږي.

د کندز د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست مسوولین وايي، چې په دغه ولایت کې FAO موسسې په مالي ملاتړ ۱۶۰ زره څارویو ته د پوستکي ناروغۍ واکیسن ورکول کېږي.
په همدې موخه جوړه شوې غونډه کې د دغه ولایت د کلیو، بیا رغونې او پراختیا رئیس مولوي امان الله حسن، FAO دفتر استازي او مالدارۍ کلینیکونو مسوولینو ګډون کړی و.په دې غونډه کې مولوي امان الله حسن د دغه واکسینو په سم ډول سرته رسولو ټینګار وکړ او له یادې موسسې څخه یې د مننې ترڅنګ په دې برخه کې د لازیاتو همکاریو غوښتنه وکړه. ورپسې د یادې موسسې مسوول په یاد ولایت کې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له همکارۍ مننه وکړه او دې برخه کې یې د لا زیاتو همکاریو ډاډ ورکړ.د یادونې وړ ده، چې له دې وړاندې هم په دغه ولایت کې ۴۵ زره څاروي واکسین شو.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *