فرهنگی

ممتاز محل څوک وه او تاج محل ولې جوړ شو؟

تاند، جعفر هاندله  دې اوسنۍ زمانې ‍۳۹۲ کاله پخوا د مغول امپراتور شاه جهان ماندینه ممتاز محل د ماشوم په زېږون مړه شوه او شاه جهان د دې په یاد تاج محل ودانۍ جوړه کړه.

تاند، جعفر هاندله  دې اوسنۍ زمانې ‍۳۹۲ کاله پخوا د مغول امپراتور شاه جهان ماندینه ممتاز محل د ماشوم په زېږون مړه شوه او شاه جهان د دې په یاد تاج محل ودانۍ جوړه کړه.

تاج محل ماڼۍ د هندوستان په شمال کي د اوتر پردېش ایالت په اګرې ښار کي د ممتاز محل پر مقبره جوړه شوې ده.

ممتاز محل چي۱۵۹۳ کال د اپرېل په میاشت کي زېږېدلې وه د ۱۶۳۱ م کال جون په ۱۷ وفات شوه.

شاه جهان په خپله د ۱۵۹۲ کال د جنورۍ په ۵ مه په لاهور ښار کي زېږېدلی دی.

وېیل کېږي چي پر پاچا پر خپلو ۴ مېرمنو کي ممتاز محل ډېره ګرانه وه.

د ممتاز محل له مړينې پوره یو کال وروسته؛ په ۱۶۳۱ م کال د هغې د مقبرې پر ودانۍ کار پېل شو او په زرګونو کارګرو او معمارانو د دې ودانۍ په جوړولو کې برخه لرله.

په ۱۶۴۸ م کال د دې ودانۍ کار بشپړ شو او وروسته د مقبرې په شاوخوا کې د باغ او نورو ودانیوو کار پای ته ورسېد.

تاج محل ۵۶ متره پلنه او ۵۸ متره لوړه او په ۱۰ زره متره مربع کې له سپينو مرمرو جوړه ودانۍ ده. د تاج محل په شاوخوا کې ۴ منارې ډېره موده وروسته جوړې شوې دي چي لږ څه کږې دي او هغه له دې کبله چي که په کومه زلزله کي نړېدلې نو به پر ودانۍ نه نړېږي. د تاج محل ختیځ ته یو جومات او په لوېدیځه برخه کې یو مېلمستون جوړ شوی دی.

کله چې شاه جهان ومړ هغه هم په تاج محل کې د ممتاز محل څنګ ته خاورو ته وسپارل شو.

د تاج محل لیدو ته، چې د نړۍ یوه شهکار ودانۍ ګڼل کېږي، هر کال له ۲ تر۴ میلیونو سیلانیان ورځي.

تاج محل په ۱۹۸۳ م کال کې یونسکو د جهاني ميراث په لیست کې ثبت کړ.

د دې ودانۍ په اړه لاندې لیکنه جعفر هاند کښلې ده:

تاج محل د مینې نښه او که د يو باچا شوق

د مازدیګر شفق په خپرېدو و چې د هند د اګرې پر تاریخي ښار ورننوتم، ګڼه ګوڼه په کې ډېره وه، پر تنګو سړکونو یې ګاډي کتار ولاړ وو.

دغه ښار پر خپلو لسګونه زره وګړو سربېره د وکمرځې د زرګونو نورو سیلانیانو کوربه هم وي.

د ډېرو نورو خلکو په څېر ما هم تاج محل پر تلوېزون لیدلی و او په اړه مې یې ډېرې کېسې اورېدلې وې، خو عکس د اصل په شان نه وې او دا خبره راته په اگره کې ثابته شوه.

د ښار پريوې څنډې د جمنا لوی سیند بهېږي او د دې د یوې برخې پر کږې شوې غاړې د مرمرو جوړ هسک تاج محل له ورایه ښکاري چې د سیلانیانو د نظر تنده پرې ماتېږي. ما یې په هره تېږه کې رڼا لیدله.

د ودانۍ ستنو او پر ديوالونو جوړو شو نقاشیو ته چې سړی ځیر شي د ستاینې ټول توري ترې هېرشي، د تيږو په منځ کې یې رنگارنگ ډبرې د گلونو په ډول لگول شوې دي چې د زرگونو معمارانو او کارکوونکود هنر او د زیار کیسه کوي.

دا مقبره د مغل باچا شاه جهان د ژوند او مینې یوه نښه ده چې د خپلې مېرمنې ممتاز محل له مرګه وروسته يې جوړه کړه. د دغې ودانۍ پر جوړېدو ۱۷ کاله ولګېدل او رغنیزې چارې یې په ۱۶۴۸ زیږدیز کال بشپړې شوې، هغه مهال چې یوه توله طلا په ۱۵ روپیو وه، پر دغې ودانۍ ۴۰ مېلیونه روپۍ لګیدلي وې.

ممتاز محل د شاه جهان هغه نازولې ميرمنه وه چې د ۱۴م اولاد پر زیږون مړه شوه نو مېړه يې د څو ورځو لپاره ګوښی شو خو کله چې خلکو وليده نو د سر ټول ويښته يې سپين شوي ول.

د اکبر پاچا دغه لمسي له خپلې مېرمنې سره د بې کچې مینې له کبله دغه ودانۍ جوړه کړه او په نړۍ کې یې د خپلې مینې یو پرتمین او تلپاتې یادګار پرېښود.

د تاج په ليدو مې د شاه جهان په اړه فکر کاوه چې د مينې اظهار يې په څه عجیب ډول کړی دی، خو که دی باچا نه وای بيا به يې څه کول؟

“تاج”

د هند وگړي دا تش د “تاج” په نوم پېژني او يو شاعر وایي چې يو شاهنشاه د خپل دولت پر مټ د تاج محل په جوړولو زموږه د خوارو خلکو پر مینو ملنډې وهلي دي، خو نورو بيا “تاج” د نړۍ د ټولو مېنيانو لپاره يوه نښه بللې ده. د مینې پر اساس جوړ د دغې ودانۍ څلور خواوې یو ډول دي، او د مرمرو په ډبره کی راته شاعري ښکاره شوه.

د تاج په مخکې او په څلورو خواوو کې وړې خو یو شان دالانونه دي او يو جومات او مسافر خانه هم لري.

په هند کی هر څوک چې نوی واده وکړي، تاج ته ارو مرو د تللو هڅه کوي،هلته مې ډېرې داسې نوې واده شوې جوړې وليدې چې خپل گډ ژوند یې د تاج په لیدو پیلاوه.

تاج محل ته د ننوتلو د مخامخ دروازې د لارې پر دواړو خواوو د اوبو واړه واړه حوضونه دي چې مازدیګر مهال په کې د تاج محل رنګین انځورونه په نڅا وي.

د تاج محل مخې ته د مرمرو پر یوې جوړې شوې څوکۍ ډېرو خلکو تصویرونه اخیستل چې تاج محل په کې د تصویر په شا کې هسک ښکاري.

په هند کې هر څوک چې نوی واده وکړي، تاج ته ارو مرو د تللو هڅه کوي، هلته مې ډېرې داسې نوې واده شوي جوړې وليدې چې خپل گډ ژوند یې د تاج په لیدو پیلاوه.

د اګرې په ښار کې د مغلو د امپراتورۍ نورې ودانۍ هم شته چې تاج محل ته پر لار دي، د شاه جهان د نیکه اکبر پاچا مزار هم په دغه ښار کې دی د مغلو دا او دا ډول نورې لرغونې ودانۍ په هند کې د اسلامي نړۍ د تېر تمدن یو ژوندی سمبول وړاندې کوي.

شاه جهان د هند زياته شتمني په ښکليو ودانيو جوړولو ولگوله او د مغلو په تاريخ کی يې د انجينر باچا نوم گټلی دی،خو داسې ښکاري چې د تاج محل په جوړولو کې يې خپل ټول احساس او فکر مصرف کړی وو.

يو ځای مې لوستي و،چې شاه جهان د جمنا سيند پر بله غاړه د تاج محل د سيوري د جوړولو پلان هم درلود.

په هغې کی به توره ډبره کارېدله او کټ مټ به د تاج محل په څېر وه، هغه دغه توره مقبره د ځان لپاره جوړوله خو د ممتاز محل زامن د هند د تخت د ترلاسه کولو په موخه له یو بل سره په جنګ کېوتل، اورنگزيب بريالی شو او خپل پلار (شاه جهان) يې د اگرې په کلا کی بندي کړ، شاه جهان د ژوند تر وروستۍ سلکۍ پورې د کلا له یوې کړکۍ نه د تاج محل ننداره کوله.

د لویې گومبدې په منځ کې ممتاز محل او شاه جهان څنګ پرڅنګ د یو بل پر ښې او چپ لورې ته په ابدي خوب ویده دي.

اصلي قبرونه د ودانۍ په تل کې دي، خو پر همدغه برید د ځمکې پر سر د دوی قبرونو ته ورته له مرمرو جوړې نښې دي چې هره ورځ یې زرګونه سیلانیان نندارې ته ورځي.

د تاج محل د ودانۍ د انجينرانو نومونه چا ته څرگند نه دي، خو عيسی محمد افندي د شاه جهان په دربار کې نامتو مهندس پاتې شوی.

يو په کې استاد احمد لاهوري نومېده او زما لپاره په زړه پورې خبره دا وه چې دی د افغانستان د بدخشان اوسېدونکی و، ده په ډيلي کې د (لال کلا یا سرې کلا) بنسټ هم اېښی دی.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

همچنین ببینید
بستن