فیلیپین افغان کډوالو ته د پناه ورکولو په اړه د امریکا غوښتنه رد کړه
د فیلیپین د ولسمشر مرستیالې «سارا دوترته» د واشنګټن له هغې غوښتنې سره مخالفت وکړ چې د امنیتي دلایلو له مخې دې هغه ۵۰ زره افغان کډوال چې امریکا ته د کډوالۍ د ځانګړې ویزې لپاره یې غوښتي وو، خپل هېواد ته انتقال کړي.
د فیلیپین د ولسمشر مرستیالې «سارا دوترته» د واشنګټن له هغې غوښتنې سره مخالفت وکړ چې د امنیتي دلایلو له مخې دې هغه ۵۰ زره افغان کډوال چې امریکا ته د کډوالۍ د ځانګړې ویزې لپاره یې غوښتي وو، خپل هېواد ته انتقال کړي.
سارا دوترته په فیلیپین کې د هغو افغان مهاجرو د لیږد بهیر ته په اشارې سره چې د مهاجرت د ویزو غوښتنه یې کوله، په فیلیپین کې پر دغو مهاجرو باندې د تروریستي حملو د احتمال په اړه اندیښنه څرګنده کړې ده.
فیلیپیني رسنیو ویلي، چې په فیلیپین کې د افغان کډوالو د موقتي اوسېدو په اړه د امریکا له غوښتنې وروسته د دغه هېواد یو شمېر سیاستوالو غبرګون ښودلی دی.
وېیل کېږي چې د فیلیپین د اوسني ولسمشر خور ایمي مارکوس او د دغه هېواد پخواني ولسمشر رودریګو دوترته د فیلیپین له ولسمشر فردینند مارکوس څخه غوښتي چې د افغان مهاجرینو د موقتي اوسېدو په اړه له سره غور وکړي.
د فیلیپین یوه چارواکي د اپوزیسیون سیاستوالو ته ډاډ ورکړ او ټینګار یې وکړ چې افغان مهاجرین به د بشپړ امنیتي چکونو تابع وي او که امریکا د دوی د مهاجرت ویزې غوښتنلیکونه رد کړي، نو ایستل کېږي.
په متحده ایالاتو کې د فیلیپین سفیر جوز ایمانویل رومالدیز تېره اوونۍ ووېیل چې هېواد یې د واشنګټن په غوښتنه د ځانګړي امریکایی ویزې (SIV) غوښتونکو لپاره د موقتي استوګنې لپاره په پلان کار کوي.
په امریکا کې د فیلیپین سفیر څرګنده کړې وه، چې ټول افغان غوښتونکي به یوازې د SIV د غوښتنلیک د پروسې د پرمخ بیولو په موخه په فیلیپین کې وي او که د دوی غوښتنلیک رد شي، په دغه هېواد کې د پاتې کېدو حق به نه لري.
د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو سره، امریکا څه باندې ۱۰۰ زره افغانان خپلې خاورې ته ولېږدول، خو سلګونه زره نور پناه غوښتونکي، چې په امریکا کې د پناه اخیستو په شرایطو برابر دي، په پاکستان، متحدو عربي اماراتو او یو شمېر نورو هېوادونو کې د کیسونو د پروسس لپاره یې انتظار کوي.